شمالي کوریا پرضد د امریکا د متحد ایالتونو وړاندیز رد کړ

چین او روسیې د جمعې په ورځ د شمالي کوریا پرضد د امریکا د متحد ایالتونو وړاندیز رد کړ.
واشنګتن ویلي دي چې د اټمي او لرې واټن توغندیو د ازموینو د مخنیوي لپاره پکار ده چې د شمالي کوریا پرضد مستقیم اقدامات وشي.
په ملګرو ملتو کې د روسیې سفیر ویسیلي نیبینزیا وویل، روسیه به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لارې پر پیونګ یانګ نور بندیزونه ولګوي او تر دې زیات څه به ونه کړي، او د شمالي کوریا پرضد دې مستقیم اقدامات وشي، په امریکا کې د چین سفیر هم د روسیې د سفیر په څیر د لانجې د هواري لپاره پر خبرو اترو ټینګار وکړ.