
ګرانو د پښتو ژبې مينوالو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
Rohella-Pashto-forum.com
د انټر نټ په جال کې یوه بله پښتو وېبپاڼه چې ( روهیله پښتو فوروم) نومېږي په کار پيل کړی او له دې لارې ګرانو هیوادوالو ته بلنه درکوي چې ځان راجسټر کړئ .
تاسي کولی شئ چې په دې فوروم کې د کلتوري ، اقتصادي او سیاسي مسایلو په هکله خپلې لیکنې خپرې کړئ او یا يې خبرو ـ اترو ته وړاندې کړئ .
تاسي کولی شئ چې د نورو لیکوالانو په لیکنو کې خپلې تبصرې ، پېرزوینې او یا نیوکې مَلې کړئ او یا په ورځني تودو خبرو خپل راپورتاژونه خپاره کړئ ، خپل مالومات شریک کړئ او یاهم دا چې په فوروم کې د خپلې شخصي برخې له لارې خپلو خپلوانو ، ملګرو او اشنایانو سره اړيکې ټینګې کړئ .
د فوروم موخه د پښتو ژبې د پرمختګ ، پراختیا ، زده کړې او خپرولو تر څنګ په هغو مسایلو باندې چې په پښتو ، پښتنو او پښتونوالې څرخي ، د مختلفو اندګورونو خپرول دي .
د فوروم چلوونکي د کوم خاص دین ، مذهب او یا کومې سیاسي ایدیولوژۍ د خپرولو نیت نلري ، او په خبرو ـ اترو کې بېطرفه دي .
په حقیقت کې د فوروم چلول د ګډونوالو په لاس کې دی ، نه د چلوونکو په لاس کې .
نو تاسي کولی شئ چې په خپل نوم او یا په یو مستعار نوم په فوروم کې ځان راجسټر کړئ . ستاسي مشخصات به مونږ څخه خوندي وي او بل چاته به په لاس نورځي .
ډاډمن ، ښاد او اباد اوسئ
په درناوئ
روهیله پښتو فوروم
Rohella-Pashto-forum.com