سور ګل يې باله. دى له موره يوازينۍ ، مشرۍ او ګلالۍ و.د انځر ګل غوندې و،ځكه نو په ناز لوېده . سورګل تريخ او په ځان متكى هلك و، په همزولو كې يې سارى نه درلود. په خپلو كړو وړو كې بې پروا نه و،او د هرې پېښې په اړه يې داسې د دقت نه ډك چالند كاوه ، تا به ويل د مسووليت تر دروند پېټۍ د ده پر اوږو اښودل شوى دى. هر څومره چې لوئيدو ، هغومره يې په ورځينيو چارو كې د خپل پلار لاس نېوۍ كاوه او د با با يې پرې پوره لاس سپك و. نور نو سورګل د خپل عمر داسې پړاو ته رسيدلى وه، چې برمټ يې غوټيدلى و، د خپلو مټو څښتن و او په يوازې توګه به يې راز راز چارو ته لاس اچوو.دا ځل يې كوچنۍ ګړندۍ موټر اخيستى و او د خوست ښار او نژدې سيمو تر منځ واټن كې يې ټكسى واني كوله او له دې لارې د پلار تر څنګه خپلې كورنۍ ته د يوې مړۍ ډوډۍ په پيداكولو كې وڼډه اخيسته.سورګل د خپلې كورنۍ سره خوست ښار ته څېرمه په خپل پلارني ټاتوبي د مړديخېلو په كلي كې اوسيده. د عادت له مخې په دې ورځ هم سهار وختي د چرګ بانګ په ړخت راپورته شو، اودس يې تازه كړ، لمونځ يې وكړ . موټر يې له غاړې ونيوو او د كار او زيار په لور وخوځېدو.په دې لړ كې به يې خداى خبر څو ځلي شپرلۍ وړي راړي ړي .نور نو د لمر سترګه د تندي د پاسه وه او د تودوخي درجه دومره لوړه شوي وه چې هر چا كور ته او يا حداقل سيوې ته ځان ورسى، ځكه نو سورګل هم په تګ، تګ كې وپسيله د دوبي ټكنده غرمه كور ته ورسوي، د دې سره جوخت د كلي په لور د حركت په حال كې و چې په لاره درې تنو د سپرلۍ په څېر لاس وركړ او هغوى يې پورته كړل. ټاكلي ځاى ته په رسېدو سپرلۍ هيله ځينې وكړه، څو لږ غوندې نور يې هم وړاندې يوسي. كله چې موټر د سيمې د غړومبي خوړ پورې غاړې ته ورسېد، سپرلۍ پرې ږغ وكړ :ودرېږه! او د دې سره جوخت يې پرې بريد وكړ او ځينې وى غوښتل چې موټر ورته خوښې كړي. كله چې سورګل پوه شو چې دوى عادي سپرلي نه ، بلكې د بېكارو، نا اهلو، غلو او داړه مارانو ډله ده او د دولتي نسبتاً كمزورى او په حالاتو نه مسلطي واكمنۍ نه په ناوړه ګټې اخېستو سره غواړي موټر غله كړي.نو يې په مقاومت لاس پورې كړ.خداى شاهد دى چې څومره اخ و ډوب به د دوى تر منځ تېر شوى وي، خو كله چې وسله وال داوه ماران په دې باوري شول چې سورګل په ژوندوني تسليمېدو او د موټر وركړي ته غاړه نه ږدي، نو يې د سترګو په رپ كې يو بل ته وكتل دې كتنې د دوى تر منځ (د انسان ژوند او كه موټر) په هكله د مصلحت او ممشورې مانا درلوده.شېبې په ګړنديتوب تېرېدې ،هره شېبه ځنډ كېدل شواى د داړه مارانو د سر په بيه تمام شوى واى.له هغه ځايه چې داړه ماران د انساني عاطفې ځينې بې برخې وي نو د انسان پر تله يې موټر ته ترجيح وركړه ، نوموړى يې وواژه او موټر يې وتښوو.
وروستي