د وچو له لاسه لمده هم سوځي

يادول يې ډېر ګران او ترخه دي، ځكه له همدې امله په راپيداشوو ټپونو د مالګو پاشولو په څېر دي. پټه خوله پاتې كېدل د يوې خوا په حقايقو سترګې پټول او د بيا بيا تكرار په اړه بې توپيره پاتې كېدل دي:
د بله پلوه خپل وجدان سړي ته د بې تفاوتۍ اجازه نه وركوي. اصلي كيسه څنګه پيل او د كومو پايلو سره پاى ته ورسېده ، دا شپه د زياتره هندي فلمونو چې په مشكلاتو پيل او په بري پاى ته رسي خلاف په خوښۍ پيل او په نه هېرېدونكي ماتم پاى ته ورسېده.
سورګل اكا په دې شپه د مودو پس زړه ته ډېر ورنيږدې مېلمانه لرل، دا د نوموړي دوه تنكي زلمي خوريونه وو چې د ماماخيلو ليدو ته ليرې ان له خوسته راغلي و.
هماغه د خداى وس خبره وه د اكا ماندينې څومره چې په وس كې وه، هغومره خواږه خواړه يې برابر كړل. بانډار جوړ او دسترخوان اوار شو. ورپسې يې په مينه ، مينه ان تر ناوخته سره د زړه خوالې وكړې او تر حده زيات يې سره وخندل. ناخبره له دې نه چې د ډېرې خندا سره كله ناكله خپګان هم مل وي.
هو! هېڅوك نشي كولاى د دې اټكل وكړي چې په نيژدې يا ليرې راتلونكي كې د ده لپاره څه برخليك انتظار لري.
اكا مټور او په عمر پوخ سړى دى . د خپل ژوند په سلګونو پسرلي يې د خوست اړوند د تڼيو د ولسوالۍ د دره ګي په ستر كلي كې شاته پرې ايښي دي. ده بدبختانه د ژوند ترټولو ښه دوران په بې ګټې اوږدو دښمنيو كې تېر كړى او په توره او زړورتيا كې په سيمه كې شهرت لري . وچ و ولي يې تريخ وي خو كه نيژدې ورسره د زړه خواله وشي ، هله سړى پوهيږي چې د سينې په قفس كې يې څومره مهربان زړه ځاى نيولى دى. په هر صورت د معمول سره سم د خوب په وخت مېلمانه په حجره كې ويده شول او سوګل د كلا د ترصد برج ته وخوت.
له بده مرغه دا شپه سخته تروږمۍ وه. تيارې خپله توره بړستن د ځمكې په سر دومره سخته غوړولي وه چې ان په خورا نيژدې واټن كې هم د ليدو امكان نه و داسې مهال و چې سپوږمۍ د شپې په ورستيو كې راخاته او د رڼه اسمان ځلانده ستوري د ځمكې د رڼايې ځينې عاجز و، نو سورګل اكا دې ته اړ وه چې د ترصد د برج څخه يوازې او يوازې د كشف د غوږنيونې له وسيلې ځينې كار واخلي .
درنده شپه وه په سختۍ تېرېده . د ستر كلي د كورونو څراغونه لا وختي مړه شوي وه. كليوال په خواږه خوب بېده وو. شپه ورو ، ورو ښه پخه شوه د سپيو د غپا پرته دومره چوپه، چوپتيا وه تا به ويل چې په دې ستر كلي كې به له سره ژوندى موجود نه وي . اكا بيا د كشف په موخه د موجوديت په صورت كې د كوم صورت كې د كوم خوځښت او اواز د اورېدو له پاره غوږ، غوږ شوه دا ځل د سپيو غپا د لږ د مخه سره توپير درلود . رېښتيا هم سپي چې انسان ته غپي له ورايه پېژندل كيږي. بدي دار اكا چې د دښمنو له لورې هره شېبه د ګواښ احساس كاوه، نو يې د سپيو د غپا په لور هوايي ډزې وكړې . ډزې نه وې هسې توره بلا وه چې د اكا په كور نازله شوه او سمدلاسه پرې د مقابل لوري د داسې بوړونو چليدل پيل شول چې كوروالا ورته هك، پك پاتې شو. لكه چې وسله دوست ، دښمن نه پېژني دغسې د شپې په تورتم كې د خپل پردي پته نه لږېده.
په پرلاپسې ډزو ډزو او چاودنو پسې خوريې هم رابيدار شو ټوپك ته يې لاس كړ او د كلا لويه دروازه يې په نښه كړه او اكا د خپله برجه ډزې كولې خو دا شېبې تېرېدونكې وې مقابل لوري چې د كشف كسان وو د يوې خوا يې د اكا سره ځوابيه ډزې كولې او د بله پلوه يې د سترګو په رپ كې د اصلي قوت سره چې تر شا يې ځاى پر ځاى وو، اړيكې ټينګې كړې په بيړه د اكا كور كلا بنده شوه.
د سختو او درندو ډزو په لړ كې د كلا لويه دروازه ټوټې، ټوټې پرېوته. خور يې مخامخ په ټټر ولګيدو او د ټپي كيدو سره وخت يې ځان حق ته وسپاره. وسلوال سړى چې وربوزونه يې تړلي وو او پوځي يونيفورم يې په تن وو د كلا د ننه ، ننوتل . كه ګورې چې په سيمه كې مېشت امريكايي ځواكونه دي چې د القاعده او ترهګرو سره په وسلواله مجادله بوخت دي . د كلا د ننه هم په لنډو ډزو كې يوه ګاونډۍ ښځه او ځيني څاوي له منځه لاړل. نور نو د اكا چې تر دې دمه روغ، رمټ وو په اصلي خبره سر خلاص شو، خو ځان يې د دوى په مقابل كې ډېر بې وسه ولېد . متل دى چې وايي (( له بدې ورځې وډار شه ، خو جرات له لاسه مه وركوه)) همدا شان د اكا هم زيات وحشت او دهشت سره ، سره ځان ونه بايلود . د بريدكونكو له لوري د سترګو په رپ كې د اكا مټې وتړل شوې ، سترګې يې وپوښل شوې هغه راز، راز وسلې ، لاسي بمونه، دوربين، كاړتوس ، ... چې د دښمنۍ په وجه يې ساتلې د ګاڼې او يوه اندازه سامانونو سره يوځاى بار او بهرنيو ځواكونو خپل سوق الجيش ته ولېږدول . اكا بې له ځنډه د پوښتنو او ګرويږنو لاندې ونيول شو. د پلټنې بهير د تراهګرو سره د متهم د تړاو او ملامتيا نښې نښانې په ډاګه نه كړې او جوته شوه چې سورګل د القاعده او ترهګرو سره هېڅ تړاو نه لري ، وسلې... د بدۍ او دښمنۍ لرلو په وجه كور كې ساتلي دي او بې چاره د هغو لمدو له جملې څخه دى چې كله ناكله د امريكايي ځواكونو د غيرې دقيق عمل او خطاوتنې په وجه د وچو له لاسه سوځي پوښتونكۍ پوه شو (( راغلى راپور چې بايده وه د بيلا، بيلو چينلونو او كانالونو له لارې دقيق او تثبيت شوى واى ، نه دى شوى.
موږ ( بريدكونكي ) نه يوازې له نښې منځ نه دى ويشتى، بلكې خورا خطا هم وتي يو)) نو يې اكا ته د بخښنې غوښتنې سره يوځاى اجازه وركړه چې كور ته ستون شي . خپله د سورګل د خولې خبره ده چې وايي(ما په ځواب كې وويل چې زه له تاسو ګېله نه لرم او ملامت خپله پلانۍ پلانۍ افغانان دي چې له تاسو سره خدمت كوي) خو زه تر هغې نه ځم چې زما د كور راوړي شيان را نه كړل شي لاكن زما خبرې هاغه متل ته ورته وې چې وايي : ((ژوبل سړى هرڅومره چې چيغي وهي اسمان يې نه اوري دغسې زما ژړا چا ونه اورېدله او د دې سره جوخت راته ګواښ وشو ، ځيني كسان يې راسره كړل چې ما په موټر كې ورسوي اوپه پاى كې د لارې په نيمايي كې كښته كېدو ته اړ شوم)) .
هوكې! دا مهال وخت له وخته تېر او اوبه له ورخه تېرې وې. او پښېمانۍ هېڅ ګټه نه درلوده، خو ورته زړه بوګنونكو پېښو ته نه ښايي په سطحي نظر وكتل شي او تر ټولو مهمه خبره خو دا ده چې دا نه لومړى ځل ده او نه به وروستى وي.
زموږ ربړېدلى ولس د بهرنيو ځواكونو څخه د سولې د راوستو تمه لري نه د ژوند د اخيستو ځكه نو په كار ده ګناه ګار او بې ګناه په ژوره او په ډېر دقت سره بېل شي بايد اومنل شي چې پورتنى عمل لويه اشتباه وه او اعتراف پرې وكړي او هغه څوك چې خطا وتنه نه مني نو هرو، مرو يې بيا هم تكراروي. خو بې ويلو دې پاتې نه وي چې د ورته پېښو بيا ، بيا تكرار ښايي د داسې ناوړه پايلو سره مل شي چې د جبران بيه به يې د اټكل وړ نه وي.