خوست پو هنتو ن هيواد ته د ننه له ليږد څخه څه د پاسه دوه كاله تير يږى. په دى
موده كې پو هنتو ن دراستنه شوى مهاجر په څير په پرديو ودانيو كې فعا ليت كوي. د
يادولو وړ ده چې د پوهنتون دجلا او ځا نګړې وادنۍ مو ضوع آن د هماغه لو مړنيو ورځو
راهسيي مطرح وه او ده.
دوخت دوا لي حكيم تڼيو ا ل په وخت كې نه يواز ي د پورتني ودانۍ غم ونه خو ړل شو،
بلكي په غوښې باندي د پشې په مقررولو سره يې پوهنتون د چندو له لا رې د شوو مرستود
پكا رونې څرنګوالى هم د پو ښتنو لا ندي را وست.
اسا سي خبره داده چې نوي وا لي محتر م معراج الد ين(پټان) چې خو ست ولا يت ته د خد
مت كولو سخت ځان لېوال بولي د پورتنۍ مسالې سره څه چلند كوي ؟
په داسي حال كې چې د پوهنتون د ودانۍ له پاره ځمكه او يو مليون ډالره له پخوا ګوښي
شوي دي ،پس مشكل څه دى ؟
ولي ددې ودانۍ د بنسټ ډبره نه ايښودل كيږى؟ولي د انتظار حالت غوره شوى؟
ممكن وويل شي چې پورتنۍ پيسې ددې وادنۍ لګښت نه پوره كوي. دا منو ،خو زياتوو چې (شولې
هم په يوه ټك نه سپينيږى)، او لكه چې وايى د كار پيل مشكل وي. .نو يو ځل خو بايد
كار پيل شي،بيا خداى مهربان دى ورو، ورو به د هيواد د ننه او بهر څخه د ټول لګښت
مدا رك پيدا شي.
آيا د خوست دجامع جومات ودانۍ د بنسټ ډبرې د ايښودو په مهال ټولې هغه پيسې چې تر
اوسه پرې لګيدلي موجودې وې؟
ښكاره د ه چې نه،او دوه نيمو لسيزو په بهير كې دا دى اوس يى ودانۍ سرته ورسيده .د
يادولو وړ ده چې كه دپوهنتون دفعال پاتې كېدو مينه وا ل ډير دي ،دغسې دهغې دله منځه
تللو لېوال هم ښايي لږ نه اوسي.
پس تر دي وروسته هم د ودانۍ د بنسټ ايښودلو ځنډول آيا په لوى لاس د پوهنتون د مو
جوديت او نه موجوديت د پوښتنې سره مرستې كولومانا نه لري ؟
له همدې امله زموږ وړانديز دا دى چې محترم (پټان)صاحب دا وياړ ځان ته كمايى كړي.
لومړى بې له ځنډه د ودانۍ ابادي پيل كړي او ورپسې د هيواد په دننه او بهر كې پولي
مرستې جلب كړي .
د اړتيا په صورت كې د پخوا په څېر د سمې او هېواد پر مكز سربېره د مسكو ، لندن...
څخه ان مهاجرو هېوادوالو خپله په جوال كې غله د پوهنتون سره نيمايي كړي او په
راتلونكي كې هم ورته سرښېندنو ته چمتووالى لري.
همدا شان دفزيكي چاروپه برخه كې كيداى شي په خوست كې د وخت د حكمران مرحوم فيض
محمدخان له تجروبو څخه ګټه واخستل شي يانې د ولايت له اوسېدونكوڅخه د حش ، بېګاره
او د خپلې خوښې كارونو په توګه كار واخيستل شي.
سر بېره پر دې د هېواد په دننه او بهر كې د سيمې د ټولو روڼ اندو څخه دا هيله ده چې
په دې برخه كې چوپه خوله كښېنني او د هر راز ممكنې مرستې په كولو خپل وطني او
ويجداني دين مسؤليت ادا كاندي.
وروستي