د اد مامد سفر

د ۲۰۱۷ عیسوي کال د سپتمبر څلورمه نیټه ده د لوی اختر څلورمه ورځ دی خو خوست کې داسې مالومیږي لکه د اختر لومړۍ او دوهمه ورځ چې وي ځوانان میلو ته له ښار څخه لیرې د غرونو سرونو ته خي څوک ښار کې د نوې جوړیو شویو پارکونو سیل ته ځي هلته زانګوګانو کې زنګیږي کشتیو کې خیږي د اختر خوشالي په خندا له ملګرو سره د امن په فضا کې لمانځي.
له کابل څخه ملګري نسیم څمکنی، شیرباز څمکنی، ایمل شیرزاد، شفیع الله ځدراڼ، نصیب منګل، عبدالمنان نیازی له کابل څخه په د نیت راغلي دي چې د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ د ادمامد سیاحتي سیمې ته لاړ شي او دا سیمه له نزدې وویني. قادر جمیل ځدران چې د خوست دی هم د ملګرو ډله کې دی. سهار اووه بجې دي زموږ له کور څړبني څخه وځو او د خوست ښار ته راځو چې د سرګردان چوک کې کورخې یا لوبیا وخورو. ملګري ټول د لوبیا ډیر شوقي دي سهار ناشته ما سره نه کوي وایو چې لوبیا خورو..
د سرګردان چوک کې په لوبیا پسې ټول سرګردانه ګرځو خو لوبیا نه پیدا کیږي نو مجبوره شولو په بنوڅۍ وریجو مو راټیټه کړه ښه ځانونه مو ماړه کړل. که لوبیا پیدا نه شوه خو شفیع الله تڼي مو پیدا کړ او ځان سره مو اد مامد ته یو ځای بوتللو.
د سهار نهه بجې شوې چې د خوست څخه مو د تڼیو په لوري حرکت وکړ. د میخانیک لیسې ترڅنک تیر شوو د شمل په سیند پوریوتلو او درګي ته ورسیدلو. له درګي ورهاخو هم سرک پوخ دی موټر په ښه سرعت سره رفتار کوي. شفیع الله تڼي راته د هرکلي او سیمې نوم اخلي او مالومات راکوي. تڼی صیب د همدې سیمې ده خو نن داسې ده لکه زموږ د سفر لارښود. تڼي صیب د ډیرو سیمو مالومات راکړل شفیع الله ځدراڼ د تمسخر په ډول تڼي صیب ته وویل لکه چې خپل کلی نه راباندې وینې او له غرمنۍ ویریږي. تڼۍ په مسکا ورته وویل چې د لوی اختر شپو کې څوک ځانونه میړنو کې نه حسابوي هر څه ډیر وي خو زه پوهیږم چې نه راسره ځۍ.
د تڼیو له کوچانواو ترخیلو کلي  تیر شوو دلته ډیر جیګ جیګ غاښي وه پاخه سرک کې د موټرو تګ د غرونو سرونو کې نښتر او ښکلې ونو داسې منظره جوړوله ته به وایې چې دلته بیخي نه جنګ شوی او نه هم دا د یو جنګ ځپلي هیواد برخه ده. یواځينی کار چې سړی یی خپه کولو د هغې سیمې د خلکو کلتوري لباس وه ددې سیمې زیاتر خلک یې ډیر لوی پکولونه په سر کوي لوی ویښته پریږدي کلاشینکوف څنګ کې ورسره وي. کله چې یو نوی کس سیمې ته لاړ شي او ددې ښکلو ځوانانو دا ډول لباس وویني شاید وویریږي خو نه داسې نه ده، کله چې له هغو خلکو سره کینې ورسره وغږیږې بیا به هر څه درته بدل شکاره شي او داسې به انګیرې چې د کوم جنګي فلم صحنه کې یمه او که خلکو ته د وویل چې له خوست پرته له بلې سیمې راغلی یمه بیخي زیات به درته ټینګ شي چې ورسره میلمانه شۍ او د میلمستیا دعوت به درکړي.
له درګي څخه تر اد مامد پورې له نیمایي زیات سرک پوخ دی چې کلونه وړاندې د ولایتي بیا رغوني ټیم لخوا جوړ شوی دی چې د وخت په تیریدو سره د بارانونو له امله له تخریب سره مخ شوی دی، د ټول ګټو د ادارې هیڅ کومه نښه نښاني مې ونه لیدله چې د سرک د ترمیم برخه کې یې کار کړي وي. ځينې پلونه خو داسې شوي وه چې نزدې وخت کې به په مکمل ډول له مینځه لاړ شي.له هغه وروسته بیا یو څه خامه لاره ده. کله چې خامه سرک ته ورسیدلو دلته کمزوري موټر په اسانۍ نه شول تللی خو بیا هم دریدل نه. دلته هم ښکلې منظرې وې غرونه ټول په ونو پوښل شوي دي ما چې د کنړ د پیچ درې او دانګام ځنګلونه لیدلي وه را نه هیر کړل. یو ځای ودریدلو چې شاتني ملګري راپسې ورسیږي له موټر ښکته شوو له ملګرو سره مو تصویرونه واخیستل. دلته مې بیا داسې یو څه واوریدل چې ډیر یې خپه کړمه چې هغه د ماشیني ارو غږونه وه چې ځنکلونه یې قطع کول. ښکلي غرونه د امن فضا د خلکو بې دریغه مینه سړی د خیال ته ولي چې خپل وطن کې به نه یمه کوم بل هیواد کې به یمه. له هغه ځایه مې فسبوک ته یو عکس اپلوډ کړ جغرافیي موقعیت مې سویزرلنډ زوریخ وښودلو، یو ملګري له سوزرلنډ کمنټ وکړلو راته ویې لیکل داسې منظرې مې زوریخ کې هم نه دي لیدلي خو له لباس مو مالومولی شم چې د هیواد کومه برخه کې یې.
کله چې ملګري راورسیدل بیا مو حرکت وکړ. موټرونه ورو ورو تلل تیر رفتار هیڅ امکان نه لرلو ځکه سرک غاښي لرل او ځینې ځایونو کې ډیر ژور وه چې د موټر د تګ خنډ ګرځیدل خو بیا هم بې شمیره موټر چې په یو ځای مې ولیدل له سلو هم زیات وه او دا ټول د اد مامد لپاره چکر ته راتلل.
تقریبا یو ساعت مزل مو وکړلو چې یو ځای د کمپاین په نوم پولیسو پوستو ته ورسیدلو. دلته ټول خلک له موټرو ښکته کیدل او تلاشي کیدل زه په د پوهه نه شوم چې دا تلاشي د څه لپاره کیدله ځکه چې کلاشینکوف او توپانچې له ځینو خلکو سره وې خو یو چا راته وویل چې دوی زیاتره دولتي مامورین دي زموږ یو تن ملګري د تمسخر په ډول وویلې کیدای شي کیمیاوي وسلې به ګوري.
له تلاشي تیرو شوو دلته باقي ټول مزل غره ته ختل وه کمزوریو موټرونو ته ختل یو څه ستونزمن وه خو بیا هم خلکو ضد کولو. دا سیمه د غرونو هغه څوکې وې هغه د چا خبره له اسمان سره لګیدلې دي. وریځې به زموږ مخې ته تللې هغه وریخې چې متون کې به مو د روژې میاشت کې ولیدلې ایله به مو مخونو کې خوښي پیدا شوه.
له نیم ساعت مزل وروسته تڼي صیب وویل چې راورسیدلو. موټر مو يو ځای ګوښه ځای کې ودرول دلته ځای ځای خیمې ښکاري چې خلکو لګولې دي او مجلسونه یې کول. یو ژور غوندې ځای وه خواو شاه ډیرې غټې ونې ولاړې چې دومره لویې ونې ما تر اوسه خپل ژوند کې نه وې لیدلې په د ونو کې لوی لوی ټالونه اچول شوي دي او ځوانانو پکې زنګل چې ډیره اوږده ټالۍ به یې وهله. دا ټالونه د همدې سیمې خلکو اچولي وه چې په ټال به یې یو مالوم مقدار پیسې له سیلانیانو اخیستلې.
یو څو خیمې مې نورې ولیدلې چې خوراکي تکې او چای يې خرڅول. له د ژورې سیمې پاس څو لوی قبرونه دي چې ګڼو خلکو یې زیارت کولو او د تبرک لپاره به یې مالګه ځینې وړله. دلته درې لوی قبرونه وه چې هر یو تقریبا له څلورو مترونو اوږد وه او یو باب لنګر یې لرلو چې اورونه پکې بلیدل او لوی چاینکونو د زیارت کونکو لخوا په اور باندې شوي وه.
له تڼي صیب مې د زیارت په اړه وپوښتل هغه راته وویل: چې دا د اد مامد زیارت دی د سیمې خلک مختلف نظرونه لري څوک وایي دا د همدې سیمې خلک وه او څوک وایي چې له بل ځایه راغلي دي او دلته دفن شوي دي خو دا زیارتونه ډیر پخواني دي..
له زیارتونو پورته خوا ته لاړو دا ځای یو څه جیګ وه ډیره ښکلې منظره کیدله بس هغه نر ځوان وه چې هر یوه به ګټوره نظریه ورکوله. چا به ویلې دلته زانګوګانې ولګول شي او بل غره ته لاړ شي. نسیم څمکني وویل که دلته د غواګانو فارمونه جوړ شي ډیر ښه واښه لري ګټه به وکړي. شفیع الله ځدراڼ وویل کیدای شي د غرونو کې د ډبرو سکاره یا کولا موجوده وي که استخراج شي او په مالیه یې د غرونو کې په پارک ولګول شي ښه به وي.
د زیارت خواوشاه خلک خواره واره دي څوک دیګونه کوي څوک اتڼونه کوي څوک مجلسونه کوي. یو ځای مې ولیدل چې محلي اتڼ د زلمیو لخوا ډیر په نخرو کیدلو او خلک یې سیل ته ولاړ وه. موږ یې هم نندارې ته ورغلو ډیر خوند مو ترې واخیستلو.
تر ماسپښین دوو بجو هلته پاتې شولو او بیا مو د خوست په لوري حرکت وکړ ماښام نزدې وه چې د خوست ښار ته ورسیدلو.د شپې لخوا قادرجمیل ځدراڼ سره شمل ډب کلي کې پاتې شولو او سهار مخ په کابل ټول یو ځای راووتلو چې د ولی خان ستانکزي واده کې ګډون وکړو.