
نن د سیپټبر ۱۱مه ده او د امریکا متحده ایالتونو په نیویارک ښار کې د نړیوالې سوداګرۍ سازمان په مرکز ۱۶ کاله مخکې په همدې ورځ حمله شوې وه.
اود دغې حملې په نتیجه کې چې د القاعده شبکې له خوا د دوو الوتکو په استفاده د نړیوالې سوداګرۍمرکز ودانۍ ونړول شوې نیږدې درې زره کسان ووژل شول او څه باندې شپږ زره کسان یې ټپيان کړل.
د القاعده شبکه مشرتابه او جنګیالي هغه وخت په افغانستان کې مېشت ول او دغو حملو مسؤله وبلله شوه.
په امریکا کې تر دې حملې وروسته متحده ایالتونو په افغانستان کې د القاعده شبکې د له منځه وړلو لپاره پوځي عملیات پیل کړل او تر ننه پورې په دغه هېواد کې دا پیل شوې جګړه روانه ده.