د ميرمن نانسي دوپرې د مړینې په هکله، د حامد کرزي د خواشينۍ پيغام

په ډېرې خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې مشهوره افغانستان پېژندونکې او مورخه مېرمن نانسي دوپرې د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې نړۍ سترګې پټې کړې.  
مېرمن نانسې دوپرې د افغانستان ستره خدمتګاره وه او له خپل خاوند لویس دوپري سره یو ځای یې د  خپل ژوند شاوخوا پنځوس کاله د افغانستان د باستانی آثارو په راټولولو، د افغانستان د تاریخ په معرفي او د افغانستان د فرهنګي آثارو ساتنې ته وقف کړی وو. 
مېرمن دوپري د جهاد په دوران کې خپل فعالیتونه له کابل څخه پېښور ته منتقل کړل او د افغانستان تر آزادۍ وروسته بیرته کابل ته را ستنه شوه او په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو د سرچینو مرکز په جوړولو کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې. هغې همداراز د افغانستان په اړه کتابونه ولیکل او د افغانستان لپاره یې بې سارې او د ستاینې وړ خدمتونه تر سره کړل.
نوموړې سره له دې چې د ډېر عمر خاونده وه، د افغانستان مینې دا توان ورکړی و چې د ژوند تر پایه په افغانستان کې ژوند وکړي او د افغانستان تاریخ او فرهنګ ته مخلصانه کار وکړي. مړینه یې لویه ضایعه او یاد به یې تل پاتې وي. 
د خپلې ژورې خواشینۍ او تسلیت مراتب د ارواښادې کورنۍ، دوستانو او همکارانو ته وړاندې کوم او لازمه ګڼم چې د افغانستان د یوې ریښتینې خدمتګارې په صفت په قدر او عزت په افغانستان کې خاورو ته وسپارل شي.