له ١٣٠ ميليونه کاله پخوانيو هډوکو لاسي ساعت جوړشو!

ليکنه: نوراحمد عايل
د لاسي ساعت جوړولو يوه شرکت لوييس مونه؛ ددې لپاره چې خپلو محصولاتو ته د خلکو پام راواړوي ؛وپتېيله چې د لاسي ساعتونو په جوړولو کې د ١٣٠ ميليونه کاله پخوانيو ډايناسورانو له هډوکو استفاده وکړي.


 
دا کار يې ددې لپاره هم وکړ چې نن سبا څوک دومره لاسي ساعتونه نه په لاس کوي، يوازې مبايل د ډېرى شيانو لکه اړيکې، نېټه، وخت او نورو... ځواب وايي؛ نو زيات خلک اړ نه دي چې لاسي ساعت پرې سر بارى په لاس کړي.، چې له امله يې نن سبا د لاسي ساعتونو خرڅلاو هم چندان بازار نه لري.
نو په دې پارچې د لاسي ساعتونو جوړونکي شرکتونه خپلو محصولاتو ته بازار پيدا کړي ؛کله د ټايټانيک کښتۍ پاتې شوني په ساعتونو کې کاروي ،کله هم د سپوږمۍ د ځمکې خاوره د لاسي ساعتونو په ترکيب کې گډوي او همدارنگه ډېر نور چلونه کوي چې خپلو توکو ته دخرڅلاو بازار ومومي.
دا ساعت چې Jurassic Tourbillon نومېږي سربېره پر دې چې کره مهال ښيي د هغو ډايناسورانو له هدوکو جوړ شوى، چې ميليونونه کاله مخکې يې د ځمکې پر مخ ژوند کاوه . په دې ساعت کې سپين زر، او ٥٦ ټوټې الماس هم کارېدلي دي او ددې توانايي لري ، چې ٣٠ متره په اوبو کې ژور هم اوبه نه جذبوي.