امریکا دبرما مهاجرو  سره دمالي اوبشری مرستی کوی

دامریکامتحده ایالاتوهم ډیر وروسته له هغې چي په برماکې سخت ظلمونه پای ته رسیدلي خپله خواشنې څرګنده کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د میانمار د هغو لسګونو زرو روهنګیا مسلمانانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه چې ځايي مسلمانان دهغه هیواد دحکومت پوځيانود ناوړه ظالمانه تاوتریخوالي له امله بنګله دېش ته کډه شوي دي.
دامریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هیدر نوریت دملګرو ملتونو دراپور خپریدوڅخه وروسته وویل واشنګټن د ملګرو ملتونو هغو راپورونو اندېښمن کړی چې په کې ویل شوي چې په برما کې له بشري حقونو څخه د جدي سرغړونو، بریدونو او د کلیو د سوځول کیدو د پیښو له امله ۲ لکه ۷۰ زره روهنګیا مسلمانان بنګله دېش ته په ډیرسخت حالت کې مهاجرشوي دي.