نامتو افغانستان پېژندونکې نانسي دوپرې له دې نړۍ سترګې پټې کړې

نانسي دوپرې د کابل د کلتوري مرکز مشره، هغه میرمن چې شپږ لسيزې مخکې يې افغانستان نړۍ ته ورمعرفي کړ او له دې هېواد سره يې بې ساري مينه درلوده، تیره شپه د ۹۰ کلونو په عمر په کابل کې له دې نړۍ نه سترګې پټې کړې.
ميرمن دوپرې لومړی ځل په ځوانۍ کې افغانستان ته راغله او په دې هېواد مئینه شوه. هغه له خپل ميړه لرغونپوه فقید لويې دوپرې سره افغانستان ته راغلل او د افغانستان په هکله يې ۵ د تاریخ کتابونه ليکلي دي.
نوموړې په کابل کې د جګړو پر مهال پېښور ته ولاړه او هلته يې د افغانستان په هکله يو څېړنيز مرکز جوړ کړ.
ميرمن دوپرې له ۱۹۵۰ ز کال راهيسې په افغانستان کې کار کوي او د طالبانو د رژیم تر نسکوريدلو يې یاد مرکز کابل ته را انتقال کړ.
ښاغلي او ميرمن دوپرې د افغانستان ګڼو سیمو ته سفرونه کړي، او زیات علمي آثار يې کښلي.