حمد

حمد څومره اوچت شان لرې الله پاک نوم د سبحان لرې الله نشته دې ثاني په مخلوقاتو کې ځـمکـه آسـمانونو کـايئنـاتو کې لوى قدرت بې شان لرې الله  څومره اوچت شان لرې الله  پاک نوم د سبحان لرې الله ته رحمان،رحيم يې اې زما ربه ته عظيم، کريم يې اې زما ربه مـِهــر بـې پــايـان لرې الله  څومره اوچت شان لرې الله  پاک نوم د سبحان لرې الله دا ځمکه سپوږمۍ او هم دا لمر ستوري ستـا د لـوى قـدرت دي ډېر واړه تـوري عرش عظيم الشان لرې الله  څومره اوچت شان لرې الله  پاک نوم د سبحان لرې الله شپه او ورځ راځي په يوه بل پسې وي د کال څلور فصله يو بل پسې په مونږ رحم نمايان لرې الله څومره اوچت شان لرې الله پاک نوم د سبحان لرې الله ستا د ښکلا نښې آسمانونو کې دې دنيا، عـقـبا او جنـتونو کې ښکلاګانې خو عيان لرې الله  څومره اوچت شان لرې الله  پاک نوم د سبحان لرې الله  زه امين مسعود به ستا ثنا وايم تل به همېشه او په بيا بيا وايم حــق کـلام قــرآن لرې الله څومره اوچت شان لرې الله پاک نوم د سبحان لرې الله    (امين مسعود)