
دتیرې جمعې په ورځ په افغانستان کې دملګروملتونوپخواني استازي ښاغلي کای ایدي ځینوخبری رسنیوته په خپلوڅرګندونوکې ویلي چې نوموړي داسلامي امارت له ځینولوړپوړو چارواکوسره دمذاکراتو دپروسې دپرمخ بیولو په غرض په سري توګه لیده کاته کړي .
اسلامي امارت په داسې حال کې چې په افغانستان کې دتپل شوې ظالمانه جګړې دتوقف اوپه دغه هیوادکې دواقعې سولې دټینګښت په لاره کې په مثبتو اونتیجه ورکوونکوهلوځلوباورلري دښاغلې کای ایدي دغه بي مسؤلیته څرګندونې په کلکه ردوي او په غبرګون کې لاندې ټکي اعلاموي:
۱- اسلامي امارت د افغانستان له سپیڅلې حریم څخه ددفاع اوپه هغه کې دافغان مسلمان ولس دارادې ممثل اسلامي نظام دحاکمیت په غرض دبهرنیو یرغلګروځواکونوپه خلاف دجهاد اعلان کړی دغه جهادبه ترهغو دامریکایانواودهغوﺉ دایتلافیانوپه ضدروان وي ترڅو هغوﺉ بي له کوم قید اوشرطه له افغانستان څخه خپل یرغلګرځواکونه په شاکوي ، دغه څرګنده غوښتنه اسلامي امارت دملګروملتونو په شمول دافغانستان په قضیه کې ټولودخیلو لوریوته په ډاګه کړې اوله دې وروسته یې هم په ډاګه کوي .
اسلامي امارت په دې اړه په هیڅ رازسیاسي پټ پټانو نه باورلري اونه یې هم تراوسه ترسره کړي.
۲ـ تردی وړاندی هم بی اساسه تبلیغات وشول چی داسلامی امارت نمایندګانو دسعودی عربستان،دوبۍ او مالدیپ په غونډوکی بر خه اخستی اودادی اوس یې دکای ایدي سره مذاکرات کړی اسلامی امارت داټول الزامات په کلکه ردوی اوپه ډاګه اعلانوی چی داسلامي امارت استاځوپه دی غونډو اومذا کراتو کې هیڅکله هم کډون ندی کړی او په دی هکله چی داسلامي امارت په نایب محترم ملا برادر اخند پسی کوم تبلیغات کیږی هغه هم هیڅ حقیقت نلری اونه یې هم څوک سند وړاندی کولی شی داهم ددښمن دهغو دسیسو یو برخه ده چی غواړی دمجاهدینو په منځ کې بی با وری پیدا کړی او که داسلامي امارت په نا مه کومو غیرمسؤلوکسانو داسی څه کړی وی هغه هیڅکله هم داسلامي امارت نما یندګان نه بلل کیږی بلکی له وارخطا دښمن نه به چا په چالاکئ سره شخصی استفا ده کړی وی .
۳- امریکایان کوښښ کوي په هره ممکنه وسیله چې وي دخپل ځان په مقابل کې ددغه برحق جهاد دشنډولوپه غرض اقدامات په کارواچوي ،ان تردي چې دملګروملتونوپه نړیواله مؤسسه یې هم سپما نده کړې اودیرغل له لومړۍ ورځې راهیسې یې دهغې له نړیوال حیثیت څخه په سیاسي اوتبلیغاتي لحاظ داسلامي امارت په خلاف کاراخیستی،چې دمستعفي کای ایدي وروستۍ څرګندونې یې ددغې سیاسي استفاده جویي یوه ژوندۍ بیلګه بلل کیږي .
۴ـ ښاغلی کای آیدي چې په افغانستان کې د ماموریت په مهال دم ،م دمؤسسې داستاځي په حیث دخپلوغیرجانبدارانه کړنوله امله سخت ناکامه اوله همدې امله دخپلې دندې پریښودلوته