
د امریکا پوځي چارواکي وایي، د عراق یو پیلوټ تیره ورځ هغه مهال ووژل شو چې د تمریناتو پر مهال یې الوتکه راولوېده.
د اریزونا هوایي ځواک پر خپل ویبسایټ کې لیکلي چې دغه F-16 جنګي جټ الوتکه د سیپټمبر پر پنځمه نیټه د امریکا د اریزونا ایالت سافورډ Safford ښار ته څیرمه په ورځینو تمریناتو بوخته وه چې راولوېده.
د امریکا هوایي ځواک د عراق له حکومت سره د یوه توافق له مخې د دغه هیواد پیلوټانو ته روزنه ورکوي. او د پیښه د څیړلو لپاره یو پلاوی ټاکل شوی چې د دې پیښې د څرنګوالي په اړه پلټنې وکړي.