
د انساني حقونو د فعالې ملالي یوسفزۍ پر ژوند باندي بالیووډ پر یو فلم جوړولو کار پیل کړی دی.
دغه فلم چې "ګل مکۍ" نومیږي لومړنی پوستر یې په ټولنیزو شبکو کې خپور شوی دی.
د یاد فلم پروډیوسر آنند کمار دی؛ د فلم کیسه یې د ملالي یوسفزۍ پر ژوند باندي راڅرخي.
په دغه فلم کې ماشومه ستورې ریم شیخ، د ملالي نقش لوبوي. پر دې سربیره د هند سینما مشهور لوبغاړي دیویا دت او اوم پوري د فلم په مهمو ستورو کې شامل دي.
اوم پوري څه موده وړاندې مړ شوی دی. د هندي رسنیو د معلوماتو له مخې د اوم پوري په غږ کې ثبت شوې سندره هم په فلم کې شته، چې د هغه یاد به تازه کړي.
ریم شیخ، چې له شپږ کلنۍ راهیسې یې هنري چارې پیل کړي دي د وزیر، په نوم هندي فلم کې یې هم کار کړی دی.
د پاکستان د ډان او ایکسپرس ټریبیون، په نوم ورځپاڼو هم د دغه فلم په هکله چې د ملالي د ژوندانه پیښې پکښې رانغښتل شوي، رپوټونه خپاره کړي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې ځينو کسانو ویلي دي چې د دغه فلم خپریدو ته شیبې شماري او خپله خوښي يې څرګنده کړې ده.