د هګۍ روغتيايي گټې

ليکنه: ډاکترعبدالصمد نظري
هګۍ مهمه غذا ده په خپل ترکيب کي پريمانه اندازه ويټامينونه پروتينونه او منرالونه لري. د هګۍ گټي ډيري دي مهمي يي په لاندي ډول په لنډ اوخلص ډول واضح کوم.
د موړتيا حس د وزن کموالي:
هګۍ خوړل د موړتيا حس اضافه کوي د ورځي په اوږدو کي انسان موړ ساتي، د اضافه خوراک مخه نيسي، پدي ترتيب سره د بدن د وزن د کموالي سبب گرځي.
اوسپـــــــــنه: د هګۍ خوړل په بدن کي د اوسپني مقدار لوړ ساتي د اوسپني د کمښت مخه نيسي.
د ماغ او عصاب: د هګۍ خوړل دماغ او عصبي سيستم سالم او صحتمند ساتي هګۍ په خپل ترکيب کي د کولين په نامه ( choline) ماده لري ذکر سوي ماده د عصابو په وده او نمو کي مهم رول لري په خاص ډول د حامله ښځو لپاره د مور په نس کي د ماشوم د عصبي سيستم د ودې لپاره مهمه ماده ده.
سترگې: د هګۍ خوړل د سترگو د ناروغي (cataract) په مخنيوي کي رول لري. د کترکت ناروغي لپاره مهم پالک ښه ثابت سوي خو د هګۍ خوړل هم مثبت ثابت سوي.
هـډوکي: د هګۍ خوړل د بدن هډوکي محکم او قوي ساتي هګۍ په خپل ترکيب کي پريمانه کلسيم او ډي ويټامين لري همدا منرال او يټامين د بدن د هډوکو په محکم ساتلو وده او نمو کي مهم رول لري .
ويښتان او نوکان: د هګۍ خوړل ويښتان او نوکان قوي ساتي هګۍ په خپل ترکيب کي غني امينو اسيد لري چي د نوکانو او ويښتانو په وده نمو او سالم ساتلو کي مهم رول لري .
د سيني سرطان: د هګۍ خوړل د سيني د سرطان خطر کموي څيړونو ښودلي هغه ښځي چي په هفته کي شپږ 6 هګۍ استعمالوي نسبت هغه ښځوته چي هګۍ نه استعمال کوي د فاعي سيستم يي قوي او د سرطان خطر څلويښت %40 فيصده لږ پکښي ښودل سوي .
دالتهاب مخه: هګۍ د غني منرالو او ويټامينو په لرولو سره دفاعي سيستم قوي ساتي په بدن کي د التهاب مخه نيسي همدارنګه د شکري ناروغي او الزايمر په ناروغيو کي هم گټور ثابت سوي .
د زهري موادو ليري کول: د بدن څخه زهري مواد د انتي اکسيدانس په ذريعه ليري کيږي ذکر سوي انتي اکيسدانس دښه کار کولو په خاطر دولس ويټامين (B12) ته ضرورت لري چي همدا ضرورت يي هګې ور پوره کوي يعني هګۍ د دولس ويټامين څخه غني ده.
دانه او سرطان: د هګۍ خوړل د داني او سرطان عاملونه کموي هګۍ په خپل ترکيب د سلينم (selenium ) ماده لري چي د همدغه مادي پواسطه د داني او سرطان سره مجادله کوي په خاص ډول هغه نارينه چي د پروستاد مشکلات او ناروغي ولري د هګۍ منظم استعمال ورته ډير گټور دي سلينم د پروستاد شفاع لپاره اغيزناکه منابع ښودل سوي.
انرژي او رواني ناروغي: د هګۍ خوړل انسان ته انرژي ورکوي هګۍ د دولس ويټامين (B12) څخه غني ده ذکر سوي ويتامين د د رواني(ديفريشن)ذاو سترس په کميدوکي مهم رول لري همدارنکه د دولس ويټامين په شتون کي په بدن کي بي شماره مادي له يوي مادي څخه په بلي مادي تبديليږي
ويښتانو لپاره: هګۍ د ليمو او صاف زيتون غوړيو سره ترکيب قوي پر ويښتانو يي استعمال کوي ويښتان قوي ساتي د رژيدو مخه يي نيسي تازه يي ساتي
ښه او مضر کليسترول: بعضي څيړنو ښودلي ده چي هګۍ په لږ مقدار مضر ګليسترول لوړ کوي خو نسبت په دغه منفي اړخ مثبت اړخونه يي څوچنده او ډيري دي.
همدارنکه هګۍ په بدن کي ښه ګليسترول لوړ کوي چي زړه د ناروغي په مخنيوي کي ډير اغيزناکه دی
د هګۍ خام خوړل مناسب ندي هګۍ جوش کيږي يا پخيږي بيا خوړل کيږي د هګۍ مناسبه اندازه په ورځ کي دوه داني او د سهار د ناشتي پر وخت يي ښه مناسب وخت دي.
پر يوه وخت د ډيرو هګيو خوړل موقتي روغتيايي مشکلات پيداکوي لکه د سترګو ژيړوالي د بدن او متيازو ژيړوالي ... مــــــــــــــــــــننه