د صحت لپاره د روژې گټې


ليکنه: داکترعبدالصمد نظري
ځيني خلګ دا فکر کوي چې د روژې مياشت د جزا مياشت ده، فقط د اخرت گټه پکښي ويني خو داسې نده، روژه د اخرت پرگټو سربيره بي شميره اجتماعي او د صحي گټې لري. زه يي دلته صحي گټې درته بيانوم د اخرت او اجتماعي گټو بيانول يي ملايانو او علماو ته پريږدم .
د روژي مياشت دانسان د وجود لپاره داسې معني لری لکه یوماشین چې 24 ساعته وچلوی په اخیر کی ګرم شی او یو وقفی ته ضروت پیداکړی که وقفه ورنکړی کارنکوی که یی وکړی هم د پوره مکمل کار طمع تری نه وی.
د انسان بدن هم داسی د یو ماشین غوندی دشپی او د ورځی 24 ساعته دانسان په خدمت کی وی انسان چې په میاشتو میاشتو څومره خوراک اوڅښاک وکړی بیا هم دانسان دوجود غړی نه ستړی کیږی خو بیا هم استراحت ته ضرورت لری ، همدغه دروژی مبارکه میاشت د وجود لپاره داستراحت میاشت ده , روژه دوجودپر هرغړی جلا جلا مثبت تاثیرات لری چې په لاندی ډول دی.
دوزن کموالی : په روژه کی انسان وز کمیږی په وجود کی دمیاشتو میاشتو ذخیره شوی غوړین مواد په مصرف رسیږی د وزن کموالی او د چربی ورکول دزړه د ناروغی ، دشکری ناروغی او د وینی دفشار په مخنیوی کی ډیر اغیز ناکه رول لری .
دانسولین هرمون پیاوړتیا : د روژی په مبارکه میاشت دوینی دشکری لپاره انسولین هرمون پیاوړی وی د شکری په کنترول او توازن کی ډیر اغیزناکه وی .
دعمر اوږدوالی: دعمر اوږدوالی او لنډوالی دالله تعالی په لاس کی دی خو ځینو څیړونو ښودلی ده چې روژه دعمر داوږد والی سبب کرځی ، دعمر په لنډیدو کی مهم عامل د وجود دمیتابولیزم سست والی او کرار والی دی خو په روژه کی د وجود متیابولیزم کړندی وی چې دعمر داوږ والی سبب ګرځی.
روژه دلوږی په مقابل کی مقاوت زیاتوی: دلوږی سره مقابله د وجود هرمونوته ددی توان ورکوی چې په ښه ډول کار وکړی همدارنګه ځینی خلګ دخوراک ډیر لیواله وی هرشی چې په مخه ورشی مخ نه تری اړه وی خوری یی روژه ددی عادت په ورکولوکی ورسره کمک کوی
روژه دخوراک عادتونه منظم کوی : ځینی خلګ د ورځی په اوږدوکی رقم رقم او پریمانه خوراکونه کوی روژه ددی عادتو په ورکولوکی ډیر کمک کوی .
روژه دعصابو فعالیتونه پیاوړی کوی: روژه دعصابو په سیستم کی دنوی حجرو په تشکیل او وده کی مهم رول لوبوی همدارنګه دځینی عصبی ناروغی په مخنیوی کی لکه الزایمر او پارکین سون ناروغی ډیر اغیز ناکه ده.
روژه د وجود دکنترول سیستم قوی کوی: روژه دانساوجود په فزیکی او ذهنی ډول ژوندی او فعال ساتی.
پوستکی پاک ساتی او دپوستکی دانی ورکوی : په روژه کی ینه (جګر) او پښتورګی (ګردوکی,بډودی) د زهری اومضرموادو څخه پاکیږی دینه او پښتورګی دزهری توکو چخه پاکوالی دپوستکی په ښه تلوکی مهم رول لری.
متیابولیزم : روژه دانسان دوجود متیابولیزم کړندی کوی دانسان عضمی سیستم ته لکه معد ، لوی او وړی کلمو ته استراحت ورکوی اخیستل شوی انرژی او کالوری استعمال په سالم شکل صورت نیسی همدارنګه روژه دهغه خلګو لپاره چې دځینی غذاګانو په مقابل کی یی معده او کلمی حساس وی په نس کی یی باد ږغونه او کډوډی ورپیداکوی ډیره گټوره ده.
روژه دانسان دفاعی سیستم قوی کوی: روژه دانسان دوجود دفاعی سیستم قوی کوی په روژه کی دفاعی سیستم په وجود کی زړی او دفعالیت څخه لویدلی حجری دمنځه وړی او نوی تازه حجری منځته راځی همدارنګه دکنسر دحجرو دپخش کیدو سرعت راکموی.
روژه دانسان پر روحیاتو او معنویاتو ډیر مثبت تاثیر لری: په یوشتمه پیړۍ کئ المانی ډیر مشهور روانی ډاکتر ( Dr.otto Buchinger ) ویلی دی چې روژل نیول بی عملیاته تر ټولو بیولوژیکی د تداوی میتود دی دا په دی معنی چې ځینی ناروغی د روژی په نیولو سره شفاع پیداکړی .
روژه دانسان څخه ځینی عادتونه ورک یا کموی : ځینی خلګ د ورځی په اوږدوکی تر حد زیات سګریټ څکوی ، نصوار کوی، چلم څکوی ، خطرناک نشه یی توکی استعمال کوی لکه چرس ، تاریاک ، روین ، الکول چې ذکر شوی شیان دانسان دصحت لپاره ډیر ضررناکه دی، د روژی په مبارکی میاشت کی د روژی په نیولو سره یی مقدار راکمږی او ځینی خلګ بیا کوښښ کوی ترک یی کړی او ځان ځینی خلاص کړی .
مننه