په قرغیزستان کې د میانمار سره د فوټبال مسابقه لغوه شوه

د قرغیزستان د فوټبال فدراسیون، چې ډيری کسان يې مسلمان دي خبر ورکړی، چې د «ترهګریزو عملیاتو» له ويرې په دغه هېواد کې له میانمار سره کیدونکي د فوټبال سیالي لغوه شوه.
د یاد فدارسیون ویاند، رسنۍ سره د تيلفوني اړيکو پر مهال ويلي، چې د لوبې د لغوه کولو سپارښتنه د قرغیزستان د لومړي وزیر سفر اسحقاقوف لخوا شوې.
د یادونې ده، چې د منځنۍ آسیا زيات شمېر مسلمانانو غوښتل د میانمار پر وړاندې غبرګون وښیي. د میانمار سختدريځو بودایانو له ډيرې مودې راهیسې د دغه هېواد پر مسلمانانو ظلمونه کوي او په دې وروستیو کې يې عام وژنه هم پيل کړې.
په روانه اونۍ کې د روسیې په زرګونو مسلمانانو په مسکو کې د میانمار د سفارت مخې ته په لاریون لاس پورې کړ او غوښتنه يې کوله، چې د میانمار دولت دې د روهينګیا د مسلمانانو له وژنې لاس واخلي.