پیام حامد کرزی، رییس جمهور پیشین جمهوری اسلامی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید قربان

بسم الله الرحمن الرحیم   هموطنان عزیز، خواهران و برادران، حلول عید سعید قربان، عید راستکاری و اخوت میان مسلمانان و عید تجدید میثاق با خداوند متعال را  به همه هموطنان عزیز از صمیم قلب تبریک و تهنیت میگویم. آرزومندم که عید قربان امسال نیز، فرصتی باشد برای تحکیم هرچی بیشتر  برادری و خواهری میان تمام شهروندان این کشور. آرزومندم، حسرت طولانی و مقدس مردم ما برای تحقق آشتی و رسیدن به صلح در پرتو لطف خداوند متعال و اراده قاطع مردم ما هرچه زودتر به واقعیت بپیوندد تا مردم ما پس از چهار دهه جنگ و خونریزی بالاخره بتوانند در آرامش و صلح خود سرنوشت و مسیر زندگی خود را رقم زنند.  در این روز های مقدس جای دارد تا از همه افغان های که در راه استقلال و امنیت کشور ما و حفظ این آب و خاک از تجاوز بیگانگان جان های شیرین شان را فدا کرده اند، یاد نموده و به درگاه خدا دعا نماییم تا بهشت برین را بر ایشان مکان گرداند. به خانواده های شهدا و قربانیان این جنگ های تحمیلی شکیبایی و صبوری و به معلولان و معیوبان شفائی عاجل آرزو می نمایم.   ګرانو هېوادوالو! خواشینې یو چې نېکمرغه لوی اختر په داسې حال کې نمانځو چې د تحمیل شوې جګړې له امله افغان وژنه ورځ تر بلې زیاتېږي او د امریکا د متحده ایالاتو نوې ستراتیژي هم د سولې او امنیت پر ځای د افغانانو لپاره د جنګ او بدبختیو د دوام پیغام لري. پر دې ټولو سربېره دغه ستراتیژي به افغانستان د لویو قدرتونو د تقابل په تود میدان هم بدل کړي.  موږ ته په کار ده چې پرې نږدو افغانستان د پردو د ګټو لپاره تر پښو لاندې شي نو ښایي چې په یوه غږ په هېواد کې د سولې او ثبات د راوستو لپاره هڅه وکړو. موږ په دې باور یو چې زموږ هېوادوال طالبان، په داسې حال کې چې د لبیک الهمَ لبیک پرتمین ږغ د هر مسلمان غوږ ته رسېږي، هم په دې حقیقت پوه شوي وي چې صلح او سلم د لوی څښتن نېکه لاره او غوښتنه ده. نو راځی چې وطن د بربادیو او نورو ورانیو څخه یو ځای په ګډه سره خلاص کړو.  ګرانو هېوادوالو! په افغانستان کې پردي لاسونه په دې اخته دي چې له بېلابېلو لارو د افغانانو ترمنځ د نفاق اور بل کړي. پر جوماتونو او مقدسو اماکنو حملې د پردو هغه دسیسه ده چې غواړي زموږ په خاوره کې  نفاق ته لمن ووهي او له دغې لارې خپلو اهدافو ته ځان ورسوي. په داسې حساسو شرایطو کې موږ افغانان باید پوره بیداره واوسو، تر بل هر وخت خپل اتحاد او اتفاق وساتو او د پردیو  توطئی  ناکامې کړو. یقین لرم چې د افغانستان خلک یوازې د خپلې واقعي ارادې په تمثیلولو کولی شي هېواد ته تل پاتې سوله او ثبات راولي.  د لوی څښتن تعالی له درباره د افغانستان سرلوړي ملت ته د آرامي او سوکالي استدعا کوم او د اختر ورځې له خوښیو ډکې ورته غواړم.    حامد کرزی د افغانستان پخوانی جمهور رئیس