پسرلي ته

دژوندون دټوکيدلوعلامه يې
تاندوهيلوسرکيدلوهنګامه يې
دښکلا اومحبت خبر راوړونکئ
دفطرت درڼا ګانو راسپړونکئ
ته چی هرچیری راځی خوشالي راوړې
دښتو غرونو ته تازه سوکالي راوړې
په راتګ دې ونې بوټې رنګ بدل کړي
شاعران دی له هر رنګه جوړ غزل کړي
یوتپوس درنه کووم چی خپه نه شی
څو شیبو له به زمونږ کره را نه شی
مونږ ساړه ژمي ځپلي شل اوشوټ یو
دجګړو په اورکی سرتر پایه پټ یو
که راځی نو مونږ ته ګل دامان راوړه
بس یووالې تآمل له آسمان راوړه
زمونږ سترګې په خپل نور باندی رڼا کړه
دغه تور پردي لاسونه نور رسواکړه
دا مو تا ته د ا لله په نوم سوالونه
معشوقوله مونږه هم غوښتي ګلونه
زمونږ بڼ په خپلو عطرو معطر کړه
بی پروا بڼوال دبڼ په حال خبر کړه
داسړې وسپنې مونږ ته چا راکړي
په هنر یی سکه ورونه جلا کړي
لر او بر یی په سرو وینو را لړلئ
اتفاق یی دئ زمونږ له کور شړلئ
زمونږ ورونه عزیزان سره پخلا کړه
مونږ ته هسې ګلورینه ښکلا راکړه
چی کډوال بلبلان بیر ته کور ته راشي
د رنګه ګلونو باغ زمونږ زیبا شي
پسرلیه بی له دې په مونږ خزان دئ
لر او بر دافغانانو وطن وران دئ
ستا درنګ او بوی احساس په مونږ کی نه شته
ورور ولۍ میني اخلاص په مونږکی نه شته
مودې وشوی چی ته نه راځی دا ولې
ستا دګلو وږمې نه راځي داولې
دسپرلي ګذران وژونکو سره نه شي
ژوند دګلو ورانوونکو سره نه شي
بڼوال پوه کړه خدمتګاره چی بڼ جوړ کړي
پسرلئ به دې ضرور په ګلو موړکړي

محمديوسف خدمتګار مزدورزوی