 
        	    
                    
                                    
                    
 
 
ظالـمـه مـیــنـه سـړی ســم لـه ژونــدانـه وباسي
یا يي په مرګ باندې رخصت یا بیـلـتانه وباسي
تـوردې څوک نـه تـړي زما د غـریـبۍ پـه میـنـه
وفـا پــه مـیــنـ...ه کـې غـربـت صادقـانــه وبـاسـي
مینه هوس اوشهوت نه دی څوک دې نه غولیږي
مستان د میـني په تول سـپک ولې درانـه وباسي
دا بې وسي زما پـه قـوم بـانــدې له کومـه راغـله
چې د پـردي په نـوم له کـوره پـښــــتانه وباسي
اوس خدمتګاره د ژونـد ون بـنسټ بـدلـون اومیـنه
که نـه رقـیـب به دې پـه خــوشې بهـانـه وبـاسي
 
محمديوسف خدمتګار مزدورزوی
                   
 
             
             
								    
                  
                  								