غزل


که مـــــــــی شـــوله دصورت خونه ويــجاړه
خوښ په دې يـم چی می ټيټه نه شوه غاړه

لکه شمـــــع دی دســــترګو مـــخ ته وسوم
بس تصــــوير ته دی کـــــووم دميني ژباړه

دسبـــا په تمه شميــــرم دشپې ســــــتوري
يــــــوه ورځ به ســـــره بيا وويـــــــــنو دواړه

دژونـدون لارې ســـــورۍ دي بيا به درشم
پـــــــــه وعــــــــــده دمحبــــت که وې ولاړه

په تورتـــم کی درڼا په لـــــــورې یون دئ
منتـــــــظر دســـباوون يو مــــونــــږه دواړه

زه تړلــــــــی کــــــــډه ناست يم درباريــــږم
سمنـــــدر کـــی وچ ساحل غــواړم يا غاړه

خدمــتګاره لاس په کارشه لار پيــــــدا کړه
که نه پاتی شوی توپان کی خیر دی غواړه