سپوږمۍ دې پټه کړه له مونږه توره شپه دې راوړه
شپې نه دې هم آرام اخيستی دی خپه دې راوړه
دکلي خلک درته ولې بيړاګان ښکاري ټول
خومان دې مات کړل خو دزهرو پيمانه دې راوړه
تا خو جومات کی عبادت کولو نه يي خبر
دڅنګ چاړه دې سپينه وړې وه خوسره دې راوړه
يو ځل خو وګوره عمل خپل دوجدان ګرېوان کې
دورور په وينو دې خال اېښئ آينه دې راوړه
که داويده ښاماران ويښ شولو ضرور به دې خوري
جواب به ورکړې چې له کومه خزانه دې راوړه
څو به دې توره غدۍ ساتي په تورتم کوڅو کې
تر څو به وياړې چې دکام مرګيدانه دې راوړه
دخدمتګار په محبت به څو تورونه تپې
څو به په دروغو يار ته وئ چی نښانه دي راوړه
محمديوسف خدمتګار مزدورزوی
ناروی
وروستي