
سپرلۍ راغی خو زمونږ ګران هیواد وال لا هم په راز راز غمونو کی کړیږی ، څوک یو ګولۍ ډوډئ پسي سرګردان دی او څوک له ویری خپلو کورورنو ته نشی تلای ، ځیني له بهرنیو یرغلګرو دلاسه له کوره بی کوره شوی او ځینی هم د کورنیو بدماشانو له ویری
دا نوی کال به زمونږ د مظلومو هیواد والو په ژوندانه کی څه بدلون راولی؟ آیا دا نوی کال به له ځانه سره د پښتون قوم لپاره یو نوی پیام ولری ؟ آیا په را روان نوی کال یعنی ۱۳۸۹ کی به پښتون وژنه بنده شی ؟ آیا په دی نوی کال کی به پښتون ته دا احساس پیدا شی چی ولی هره خوا زه ټکیږم ؟
هری خوا زه وژل کیږم ، بچۍ می له تعلیمه پاتی کیږی ، ترورست معرفی شوی یم ، نړیوالو ته پښتون ( ترهګر) معرفی شوی دی ، که څه هم نوروز لمانځه د اسلام له نظره حرامه ده خو خدای می دی پر دی هم نه ګنهګاره وی آیا اسلام یواځی پښتنو په ټیکه اخیستۍ؟
مونږ باید له نورو سیاست زده کړو ، ښه مسلمانان هم دا مهال دوی دی ، د جهاد امتیاز هم خپل ګڼی ، هر تحول چی راشی نو دوی په حکومت کی پاتی کیږی ، دا ولی ؟ شاید دی ته هیڅ چا هم فکر نه وی کړئ ؟ که دا ځل بیا هم بهرنیان د جګړی له امله وتلو ته اړ شول نو دا ......... ډله به بیا په قدرت کی وی
د خدای لپاره ای د امپراتوریو ماتوونکئ قومه سره متحد شئ خپل منځی اختلافات پریږدئ ، ای پر قدرت مئینو مشرانو راشئ او په نوبت د غه د قدرت څوکئ و کاروی ، هم مو خپل ځا برباد کړ او هم د غه مظلوم ملت
په هر حال نوی کال ټولو مظلومو ، بی کسو ، مشرانو ، کشرانو ، مجاهدینو ، علماوو ، خویندو ، ورونو په ځانګړی ډول د پکتیا غیورو قومونو ، او محترمو هیوادوالو ته مبارکی وایم
الله (ج) دی وکړی چی دغه نوی ۱۳۸۹ لمریز کال د خوښیو پیلامه و اوسی ، او دا نوی کال ټولو ته له امیدونو ډګ دی ، هیله ده دا کال د ټولو هیوادوالو لپاره د سولی ملی روغی جوړی او ټیکاو کال و اوسی
رو ح الله سمون