پکتيا کی امنيتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې .

 ( چهارشنبه د لړم ۱۷ مه ) دپکتيا ولايت د دوه سیمو امنيتي چارې له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته  د یو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کی وسپارل شوې .
په همدې موخه نن په مرکز ګزديز د غونډو په تالار کې يو لو يه غوڼده جوړه شوې وه چې سلاکار وزیر او د پکتیا والی ډګر جنرال جمعه خان همدرد ، د سیمه ایزو ارګانو خپلواکی اداری لمړۍ مرستیال ډاکټر فرید ماموندزۍ ،  ديو شمير وزارتونو او نورو دولتي ادارو استازو،يوشمير وکيلانو،قومي مشرانو پکې ګډون کړی وو.
سلاکار وزیر او د پکتیا والي جمعه خان همدرد وويل (پکتیا  دیارلس ولسوالی لری چی دوه ولسوالي  د کورمی اجنسی سره هم سرحده دی ، زمونږ ولایت یو غرنۍ او سرحدی ولایت دی چی یو میلیون نفوس په درلودلو سره بیا هم له هر ډول نسبی امنیت نه ډاډمن دی ، پکتیا هغه سیمه ده چی د هیواد لوی او مهم قومونه پکښی ژوند کوی )
همدرد زیاته کړه (په پکتیا کی تول اداری واحدونه فعال دی چی خپلی ورځنی ټولی چاری پرمخ بیایی او وسله وال مخالفین تر دی مهاله په دی حد کی نه دی چی یو سیمه دی تر ولکی لاندی راولی  او د مخامخ جګړی توان په هیڅ ډول نلری ، زما په تیر پنځه کلن ماموریت کی داسی بیلګه نشته چی حل اقل یوی پوستی دی سقوط کړی وی )
 
ښاغلی همدرد جمهور ریس ته د پلاری له لاری ډاډ ورکړ چی (مونږ تاسو او ستاسو له طریقه  جمهور ریس ته ډاډ ورکوو چی زمونږ ولایتی اداره چمتو ده چی امنیتی مسولیت په پوره ویاړ سره په غاړه واخلی او پکتیا به انشالله د امنیتی مسولیت نیولو وروسته تر دی هم لا زیاته ډاډمنه شی )
 
دواک په دې دوهم پړاو کې دمرکز ګرديزاو داحمدا با ولسوالۍ چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې ..
په دې جوړو شويو مراسمو کې دوزارتونو او بيلابيلو ادارو استازو خبرې وکړې او ژمنې ېې وکړې چې په راتلونکي کې به تر خپله وسه په دې واحدونو کې دبيا رغونې کارونه تر سره کړي .

دملي دفاع وزارت دلوی درستيز مرستيال جنرال محمد اکرم له خلکو څخه وغوښتل ،چې دامنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي تر څو امنيت په ښه ډول سره ټينګ شي.
 
پکتیا والی نړیوالو ته په ګوتڅنډنی سره وویل چی دوی مکلف دی زمونږ ملی پوځ په سترو وسلو سمبال کړی
 
د پروګرام په پای کی د نړیوالو ځواکونو بیرغ کوز او د افغانستان ملی بیرغ پورته شو
پکتيا دامهال دمرکز په ګډون څوارلس اداري واحده لري چې اوس مهال ېې د دوو واحدونو چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې.
 
 
روح الله سمون