
ثابت جان افغان ځوان دی، چې له یو نیم کال راهیسې په آلمان کې د مهاجرت په توګه اوسیږي.
هغه وایې، چې د ژبې کورس او مسلکي زده کړو ته لاس رسی د انسان خپل کوښښ او تلاش پورې اړه لري.
د نوموړي په خبره یو شمیر افغان مهاجر د خپلې تنبلۍ له امله نه شي کولی له دغو امکاناتو څخه برخمن شي.
دی وایي، مخکې له قبولي یې هېڅ کورسونه او امکانات نه درلودل، خو وروسته له هغې کور هم ورته ورکړی دی او کوروسونو ته یې معرفي کړي دي.
ثابت جان هلته په المان کې یوه کورس ته د الماني ژبې زده کړې لپاره معرفي شوی دی او ژبه زده کوي.
دی وایي؛ هغه څوک چې له ښوونځي وخته المان کې قبول شوي وي، نو په اسانه سره مسلکي زده کړې هم کولی ش او وروسته بیا په اسانۍ سره هم کولی شي، چې کار وکړي.