امریکایی سناتور:  سربیا دې روسي مرستندویانو ته ډیپلوماټیک حیثیت نه ورکوي

یوه امریکايي سناتور چې د سربیا پلازمېنې بلګراد ته تللی، پرون سې شنبه له دغه هېواده وغوښتل چې د روسیې د طبیعي پېښو د مرکز کارکوونکو ته ډیپلوماټیک حیثیت ورنه کړي.
ځینې لوېدیځ چارواکي شک لري چې د روسیې د طبیعي پېښو مرکز د جاسوسۍ او منفي تبلیغاتو چارې پر مخ وړي.
د جمهوریتپال ګوند سناتور ران جانسن چې په سنا جرګه کې د کورني امنیت او حکومتي چارو د کمېټې مشر دی، وویل.
سناتور جانسن دا څرګندونې د سربیا له ولسمشر الکساندر ویچیچ سره له کتنې وروسته وکړې.
د سربیا ولسمشر له روسیې سره نېږدې اړیکې لري، خو په عین حال کې هڅه کوي د اروپايي اتحادیې غړیتوب تر لاسه کړي.