د اختر خواړه او خواږه

دودونه پرته له دې چې وسنجول شي د معمول سره سم عادي روان وي، د خلکو په ذهنونو او زړونو کې يې دومره ځای موندلی وي چې مثبت او منفي پايلو ته يې ډېر کله پاملرنه نه کېږي؛ د بېلګې په توګه د اخترونو په ورځو کې د مېلمنو لپاره د ‌ډول ډول خوږو او خوړو برابرول دي ترڅو د مېلمه د قدر او عزت لپاره ورته راواخيستل شي.
تقريباً په ټول هېواد په ځانګړي ډول په خوست ولايت کې د اخترونو په ورځو کې خلک په ښارونو کې کلچې، کيکونه، خواږه، ميټايانې او نور توکي اخلي ترڅو د اختر په ورځ کې يې له شين، تور يا شيدو چای سره يو ځای دوستانو ته راوخلي.
دا کار يوازې د دې لپاره کېږي چې کوربه د خپل مېلمه قدر وکړي او مېلمه خوشاله شي.
دا يو ډېر نيک او غوره دود دی، خو په دې کې د اصلاحاتو لپاره هم ډېره اړتيا شته، ځکه کله چې موږ مصرف کوو او غواړو چې خپل مېلمه خوشاله کړو، بايد داسې څه ورته برابر کړو چې مېلمه د قدر تر څنګ د هغه د صحت لپاره هم ډېر مناسب وي.
ځکه قمري کال چې په اساس يې روژه او اخترونه راځي دا تقريباً لس ورځې له شمسي کال څخه چې په اساس يې د کال څلور فصلونه راځي کم دی، په همدې وجه اخترونه او روژه د لمريز ( شمسي) کال په بېلا بېلو برخو کې راځي، يعنې که چېرې د دې دوو نېټو ترمنځ محاسبه وکړو نو د شپږ ديرشو کلونو په جريان کې به د قمري کال نېټې د شمسي کال په محور خپل دوران پوره کړی وي، يعنې په دې شپږ ديرشو کلونو کې به د شمسي کال په هر موسم کې روژه او اخترونه راغلي وي.
په اوسنيو کلونو کې چې اخترونه او روژه د ګرمۍ په موسم کې دي، خو زموږ خلک پرته له دې چې موسمي خواړه او خواږه د مېلمنو لپاره تيار کړي له دوديزو خوړو او خوږو څخه استفاده کوي، د بېلګې په توګه که چېرې د چا کره له غرمې مخکې يا وروسته ورشې، ته به ګرمۍ وهلی وې دوی به درته چای له کيک او کولچې سره يو ځای وړاندې کړي، په داسې حال کې چې ته به سړو اوبو او ساړه شربت ته اړتيا لرې، همدا ډول که د غرمې پر مهال ورغلې نو دوی به غټې وريژې او غوړي درته راواخلي، دا به هم درته وايي چې، دا د اختر وريژې غوړي دي بد اغېز نه کوي.
که څه هم کوربه ډېر ځان په تکليف کړی وي او ډېر امکانات يې برابر کړي وي، خو خوراک يې د دې پر ځای چې مېلمه ته ګټه ورسوي برعکس له ستر تاوان سره يې مخامخوي.
دودونه او رواجونه د انسانانو په لاس جوړيږي، خو هر دودو په لومړي سر کې د يوې اړتيا زيږنده وي چې وروسته وروسته يې خلک تر تاثير لاندې راځي او په پټو سترګو يې مني، په داسې حال کې چې شايد هغه اړتيا چې ورته موجوده وه هغه رفع شوي وي چې ښه نمونه يې همدا د اختر په ورځو کې د مېلمنو لپاره د خوړو او خوږو تياری دی.