د خلکو ټولنيز مسؤليت

ټولنه هغه انساني ټولېدنه ده چې په کې راټول شوي ټول افراد مسوليتونه لري او د يوه ګډ هدف (د خوندي او هوسا ژوند د تامين لپاره) فعاليت کوي.

په ټولنه کې دا ډېره په زړه پورې ده چې هر کس ته اړتيا لري، يعنې غېږ يې پراخه ده او هر فرد ته په کې خپل ځای شته، په همدې اساس تر هغې چې څوک ځان په ټولنه بار نه کړي ټولنه يې بار نه بولي.

نننۍ نړۍ پرمختللي ټولنې او ودان هېوادونه د يوه کس محصول نه دی، بلکې د ټولنې د هرې کټه ګورۍ ( مذهبي، نژادي، سياسي، قومي، جنسيتي، سني يا عمري ...)  ونډه په کې شته او په هغو ټولنو او هېوادونو کې چې اوس هم جګړې روانې دي او بدبختۍ پرې حکومت کوي  ستونزه يې دا ده چې وګړو يې خپل مسوليت نه دی پېژندلی او که چا درک کړی هغه غاړه غړولې ده.

که چېرې موږ د خپل هېواد تير سل کلونه مطالعه کړو نو تر هغې چې د ټولنې افرادو هره يوه په خپل ځای کې خپل مسوليت ادا کړی، ټولنه د بهبود او پرمختګ په لور تللې ده، خو له کله نه چې دلته د يو او بل په کارونو کې مداخلې شروع شوي او خپل مسلک يې هېر کړی، يا يې په يوه وخت کې دوې هندواڼې په يوه لاس کې اخيستې دي، د بېلګې په توګه انجينر، د ډاکټر کار پيل کړی، ډاکټر د سياستوال، سياستوال د تجار او تجار د وکيل او داسې نور، دا هېواد مخ په زوړ شوی دی.

ښايي ځينو دوستانو ته دا مثال مناسب ښکاره نه شي، خو علمي قاعده دا ده کله چې په ټولنه کې يو کس نه شي کولی خپل ورسپارل شوی مسؤليت په سم ډول ادا کړي، هغه کوښښ کوي چې د نورو په کارونو کې مداخله وکړي، له بلې خوا دا متل هم ډېر مشهور دی چې (( نيم ملا د دين دښمن دی او نيم ډاکټر د ځان))

که موضوع ډېره اوږده نه کړو، اصلا خبره دا ده تر هغې چې په دې هېواد کې هر کس خپل مسوليت په خپل ځای کې ښه نه وي ادا کړی، امکان نه لري چې دا روانې بدبختۍ پای ومومي.

د رسمي شمېرو له مخې په افغانستان کې تقريبا پنځه ديرش ميليونه خلک ژوند کوي، خو په ټاکنو کې تقريبا دوه ميليونه خلکو ګډون وکړو، اوس چې يوه ډله ګټونکي شوه، په مقابل کې يې دويمه ډله معترضه شوه، په داسې حال کې چې د ټاکنو قانون د پنځوس جمع يوه رايه ګټونکی بريالی بولي.

دا بايد ټول ومني چې د خلکو ګډون او حضور په دې بهير کې کم رنګه او بې خونده و، ولې دا هم بايد ومنل شي چې د همدې بې خونده رايو پنځوس جمع يو رايه د ګټنې معيار دی.

نن د خلکو مسؤليت دی چې دوی د ډلو او افرادو په خبرو پسې لاړ نه شي، برعکس دوی راوړاندې شي له هرې ډلې د کار او د لومړنيو مسوليتونو د اداينې لپاره کار واخلي او د دوی لپاره خپلې بړستنې په اور وانچوي، ځکه روان کش مکشونه د ملت يا يوه قوم د ګټو پر سر نه دي، بلکې دا کش مکشونه د مقام او چوکۍ پر سر دي او غواړي چې د خلکو له ادرسه شخصي ګټه او مقام تر لاسه کړي.

که چېرې خلکو په دې پروسه کې هم خپل مسوليت هېر کړ او د نورو لپاره يې په پرديو کارونو کې مداخلې پيل کړې، دا هېڅ لرې نه ده چې د روانې جګړې او بدبختيو سلمه کليزه به زموږ اولادونه لمانځي.