جلغوزي که زړغونزي

 
 
په دې وروستيو کې د افغانستان په طبيعي محصولاتو کې چې ډېر حساب پرې کېږي او په نړيوال مارکېټ کې ښه بازار لري، هغه د خوست او په ټوله کې د لويې پکتيا ( زړغونزي) دي.
دا محصول د نن ورځې حاصل نه دی، بلکې په دې سيمه کې دا يوه طبيعي ونه ده چې غورونه يې پوښلي دي، خو کلونه کېږي چې دا محصول په نړيوال مارکېټ کې د پاکستان په ادرس پېژندل کېدو او نړيوالو هم په همدې نوم اخيستو، په دې وروستيو کې افغانستان وکولی شول چې خپل محصول په خپل نوم نړيوال مارکېټ کې وړاندې کړي.



لکه څه ډول چې يو وخت د دې محصول په پاکټ غلط ليبل ښخ شوی و، اوس يې نوم تقريباً په غلط ډول تلفظ کېږي او زما د ليکنې انګيزه هم دا ده. 
جلغوزي هغه نوم دی چې نن د کورنيو او په افغاني ژبو د نشراتو په نړيوالو رسنيو کې ډېر اورېدل کېږي، خو زموږ پوښتنه دا ده چې دا رښتيا جلغوزی دی، که د دې نوم اصلي بڼه بله ده او تغير شوی دی.



زموږ په سيمه ييزه لهجه کې ( جلغوزي) ته ( زړغونزی) ويل کېږي چې دا په اصل کې يو ترکيبي نوم دی چې له دوو بېلو بېلو نومونو ترکيب شوی دی.
( زړی) هستې، دانې او تخم ته وايي، يعنې هغه څه چې د يوه شي بنياد ترې نشاءت کوي او يا ترې را زرغونيږي هغه ته زړی وايي. همدا ډول ( غوزه) هم د غوټې په معنا ده ( علومو اکاډمي: ۲۰۱۲، ۲۲۹۰ مخ). او په همدې قاموس کې د غوز معنا مټک ښودل شوې، مټک هم د خپلې ظاهري څېرې له مخې ( غوز) بلل شوی، ځکه غوز غوټۍ، ګنډې او هغه څه ته وايي چې سره راټول شوي او کولوله شوي وي. همدا ډول زاهد پښتو پښتو سيند ليکي چې ( غوزه) د غوټې، غونډارې... ( غوزی) د ګيډۍ او د وښو ګيډۍ ته وايي. ( مشواڼی: ۲۰۱۰، ۷۲۲ مخ).



په لغت جوړونه يا ويي رغونه کې يوه قاعده دا ده کله چې خلک يو شی وويني نو د هغه مشخصاتو او ظاهري څېرې ته په کتو ورته يو نوم پيدا کوي ترڅو هغه مشخصات په کې راټول وي کوم چې په هغه پديده کې ليدل کېږي، په همدې اساس موږ ويلی شو چې زړغونزی هم د خپلې ظاهري څېرې په اساس يو ترکيب شوی نوم دی، چې زړی د دانې په معنا ده او غوزه غوټې ته وايي او د زړغونزي جوړښت هم داسې دی چې په غوټه کې دانې دي.



د زړغونزي ونه د ناجو ونې ته کټه مټه ورته ده او په څانګو کې شنې غوټۍ نيسي، کله چې دا غوټۍ پخې شي، هغه بيا راشوکول کېږي او په يوه داسې ځای کې راټولېږي چې هلته هوا ورته مناسبه وي، بيا ورته په مناسبه اندازه حرارت ورکول کېږي ترڅو د غوټې طبقې سره بېلې شي يا په عامه اصطلاح خولې خلاصې کړي ترڅو په منځ کې زړي په کې ښکاره شي، کله چې داسې وشول، بيا يې د وړو کوتکو په واسطه هره غوټه ټکول کېږي چې منځونه يې تش شي او زړي ترې تويې شي.



له دې يادونې موخه دا ده چې دا نوم په اصل کې د زړو او غوزې څخه ترکيب شوی دی او د پديدې د ظاهري جوړښت ښکارندويي کوي، دا چې دري ژبه کې موږ د (ړ) توری نه لرو نو د دې نوم ( ړ) او ( ز) په ( ج) او ( ل) بدل شوي، يوازې غوزه په خپل ځای پاتې ده.
د غوز او غوزې اصطلاح که څه هم په خوست ولايت کې ډېره نه کارول کېږي، خو ښايي يو وخت دلته هم د چلښت وړ وي ولې اوس يې دومره خلک نه کاروي، خو د هېواد په ختيځو سيمو کې اوس هم په خپله پخوانۍ معنا کارول کېږي.



لکه څه ډول چې د دې محصول تجارتي حق پر ځای شو او اوس يې مادي او معنوي اعزاز هغه چا ته رسيږي چې ملکيت يې دی، ښه به وي د دې نوم هم هغه ډول تلفظ شي، لکه څه ډول چې ورته ايښودل شوی دی او معنا په کې نغښتې ده، ځکه په دې سره موږ کولی شو په نورو ژبو کې د نوم له ژباړې په استفادې خپل محصول تشريح او مشهور کړو او دا به يوازې يو نوم نه بلکې يوه معنا هم خلکو ته ورسوي.