نوی میتود: د سرطان په وړاندې د سرو زرو پر بنسټ جوړ شوي درمل

اوس مهال د سرطاني ناروغیو تر ټولو اغیزمنه درملنه کیمیوتراپي ده. کیمیوتراپي سره د ټولو ځانګړتیاوو او ښېګڼو، ډېرې نیمګړتیاوې هم لري، لکه د بدن لپاره خورا لوړ زهرجنتوب.
د Angewandte Chemie نومي په ژورنال کې راغلي دي، چې له نیکه مرغه به په دا لڼد وخت کې د سرطان ناروغۍ په وړاندې داسې نوي میتود جوړ شي، چې د انسان لپاره به کم زهرجنتوبي خواص لري.
په خبر پاڼه کې کارپوهان په ډاګه کوي، چې دغه نوي درمل به د سروزرو پر بنسټ جوړ شي. یا په بله ژبه دغه نوی میتود داسې دی، چې د درملو د جوړولو په وخت کې د سرو زرو او سپینو زرو نه کار اخیستل کیږي.
دغه نوی نوښت د اډینبورګ پوهنتون (سکاټلینډ) متخصصینو پورې تړاو لري. دا هم د یادولو وړ ده، چې د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره پخوا هم د سرو زرو نه کار اخیسل کیدو، لکه د سروزرو نانوذرات(nanoparticles) د سرطاني تومور د لیرې کولو لپاره تر ټولو ښه وسیله ده، هغه دا چې دغه نانو ذرات او ټوټې د د سرطان ضد درملو سره دا مرسته کوي، چې په تومور کې د درملو جذب ډیروي، چې په دې ډول سرطان نیولای ځای نور هم درملو ته په ګوته کوي. له بله پلوه، د سرطان نیولي ځای ته د سروزرو دغه نانو ټوټې د کیمیوتراپي درملو د وړلو او ترانسپورت چارې ترسره کوي. خو د اډینبورګ پوهنتون کارپوهان وايي، چې زموږ میتود ځانګړتیا دا ده، چې د سرو زرو د نانو ټوټو په کارولو سره به مو سرطان ضد درملو تاثیر ډیر شي او د انسان لپاره به لږ زهرجن وي. ساینسپوهان وایي چې د سرو زرو اتومونه په بدن کې ډېر تعاملات چټک کوي، نو موږ هم داسې وپتېیله، چې ښه به دا وي، چې ترې په کیمیوتراپي کې ځنې کار واخلو او یو داسې میتود جوړ کړو، چې دغه سرطان ضد درمل به هغه وخت تاثیر کوي، کله چې د سروزرو نانوټوټې موجودي وي. یا په بله ژبه، د سرطان دانې ته به لومړی د سرو زرو اټومونه پچکاري کیږي او وروسته به د سرطان ضد درمل یوازې په هغه ځای تاثیر لري(د سرطان دانه) په کوم ځای کې، چې د د سرو زرو نانو ذرات شته، چې په دې ډول به په ټول وجود د کیمیوتراپي تاثیر کم شي او په سرطان اخته ځای به یې اغیزه ډېره وي او د انسان لپاره به کم زهرجن وي.