پاکستان  د امریکا  استازې آلیس ویلز سفر ځندولی دی

پاکستاني رسنۍ وايي، اسلام آباد د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا د ځانګړې استازې آلیس ویلز سفر ځندولی دی.
دپاکستان دا  کار د امریکا د ولسمشر ټرامپ د څرګندونو په غبرګون کې کړی دی.
ټاکل شوې وه، چې ویلز اسلام آباد ته لاړه شي او د امریکا د نوې تګلارې په تړاو له پاکستاني چارواکو سره څرګندې خبرې وکړې.
په اسلام اباد کې د امریکا سفارت هم ویلي، چې د پاکستان په غوښتنه د آلیس ویلز سفر تر نامعلومې مودې ځنډول شوی دی.
د ویلز سفر د ټرمپ تر څرګندونو وروسته دغه هېواد ته د امریکايي چارواکو لومړنی سفر و چې پاکستان وځنډاوه.