دوعا

زه به تور ځنګل ته ځمه
د تهجد لمو نځ به کومه
دادو عا به خدای ته کړمه
ليونۍ نور را پخلا کړی
دا ارمان زما پوره کړی
خدای ته نفل لمونځ به کړ مه
بس يو دا هيله کومه
پدی غيږ دشنو ورشو کی
دې سور ګل کړه ما بورا کړه
ليونۍ می ر ا پخلا کړه
دا ارما ن زما پوره کړه
ليونی دستا دمينی
سپيلنۍ دستا دمينی
ددی تير عمر کنجوکی
يم سړۍ دستا دمينی
دومره شمعی به کړم بلی
چی جهان درته رڼا کړی
بلينډی به کړمه بلی
توری شپی به دسبا کړی
ددنيا دنعمتو نو
بس يو دا نعمت زما کړه
دا ارما ن زما پوره کړه
ليونۍ می را پخلا کړه ٠
 پښتون