راځـــه !

دواړه سترګې دې لږتـورې کړه راځــه
امېلــــــونه دې درپورې کــــړه راځـــه
يو وار بيا دبڼوبريدراباندې وکـــړه
دزړه ستنې مې نسکورې کړه راځــه
له تندي دې دلونګوخوشبويي ځي
تورپېکی دې دورې دورې کړه راځه
که زمــاد زړه توتي په دام کې ساتې
دا زړې لومې دې نورې کـــــړه راځه
چې ځواني دې په نظر نشي له مانــه
غوړې څڼې دې لږ سپورې کړه راځــه
که د«بهار »د اوسېدوخونې ته راشې
دروازې درسره پـــورې کـــــړه راځــــه
ګل بهار ډډوال