بېنوا نــــــــــــــه ځم کعبه هم راسره ده
د ثـــــــــواب دنیت روژه هم راسره ده
تــــــــــــــــــه سورة دکوثر ووايه راځمه
ستــــــا دشونډو تلوسه هم راسره ده
چې طواف کومه زه د یــــــــــار له کوره
د جنت هيـــــــــله زړه هم راسره ده
راشه دنګې يــــــوه ړنګه غيږه راکړه
پـــه ازل کې چیرته شپه هم راسره ده؟
نن بــــــه دواړه بیا دقدر شپه هم ګورو
چا ته مــــــــــــه وايه هغه هم راسره ده
۱۵/۰۳/۲۰۱۰
طالب منګل
وروستي