سپینه ماڼۍ :تلپاتې سوله او امنیت په راوستلو بریالي شي

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د ملي امنیت سلا کار مک ماسټر ویلي، دوی هڅه کوي په افغانستان کې د تلپاتې سوله او امنیت په راوستلو بریالي شي.
 ماسټر دغه خبری تیره ورځ په سپینه ماڼۍ کې یوې خبري غونډې ته کړی دي.
مک ماسټر د افغانستان په اړه د امریکا نوې ستراتیژي مهمه او اغېزناکه بللې ده او ټینګار یې کړی چې د ترهګرۍ ضد روانه جګړه به بریالۍ کړي.
ماسټر ټینګار کړی، چې له ترهګرۍ سره به د دوی مبارزه دوامداره وي او تر هغه به وغځول شي چې ترهګري په یاده سیمه کې له منځه نه وي تللې.
د ټرمپ د ملي امنیت سلاکا له  طالبانو غوښي ، چې له جګړې لاس واخلي او د سولې له پروسې سره یو ځای شي.