که فکر وکړو په دې متل کې یوه نړۍ ارزښتمنې خبرې پرتې دي او د دې وړتیا لري، چې په ډېری وختونو کې له تېروتنو ډک فکرونو او پرېکړو مو وساتي.
د بل کس په حال هغه وخت پوهېدای شو کله، چې د اړوند حالت مزه وڅکو او ورته حالت را باندې راشي.
هر وخت لومړی باید یو څوک درک کړو (پر بشپړ حال یې ځان بشپړ پوه او خبر کړو) او بیا وروسته یې په اړه د ښې او بدې خبرې کولو پرېکړه وکړو؛ ځکه پرته له دې، چې پر موږ د هغه د حال په شان حالت رانشي، موږ نشو کولای، چې نوموړی کس درک او په اړه یې ريښتینې خبرې وکړو!
هڅه وکړئ له تجربه لرونکو کسانو یې زده کړئ!
د تجربه لرونکو کسانو هره کړنه له ارزښتونو او حکمتونو ډکه وي او په وړ او مناسب چلند یې نور خوښېږئ؛ هر چا چې په ستونزو کې د ښکلو کسانو په څېر ستونزې ګاللې وي همغه څوک بیا اړوند کسان ښه درک کولای شي او تر ټولو غوره چلند غوره کولای شي.
حقمل معینزی
وروستي