غزل

داسې مې زړه وچ دی لکه کاڼی دتور غـــر زما
وينه پکــــــې وچـــه کـــړه يادونــــو د دلبر زما
هر سا عت چې ژاړم ديتيم په شان ګرم نه يم زه
يار رانه جـــدا دی پسې درد کړي دزړه سر زما
هره ثانيه زما په زړه اوسترګــــو کې وي ښکلې يار
خوړين می جدایې کړ ټول اوبه شولو ځیګر زما
هر قدم چې اخلم کړی هجران مې زړه پرهر پرهر
ما لګې اچوي ياد وی لګيا په هــــر پرهر زما
راشي تصور کې يار خو ناست او که ولاړ ومه
اوښکې می له سترګو ځي او کار نه کړي نظرزما
وخت دا د هجران ما سيدکريم ته خنجرونه دی
څوبه مې پرې کيږي دزړه غوښې په خنجر زما
عربي امارات ،العين ۲۰۱۰٭۳٭۱۸