خدايه ! دا څوک د اندېښنو هر يوه درنګ ته راځي
ځوانـــه ښکلا د زړښتونو جــــوړ بدرنګ ته راځي
چا لـــــه لمرينو وړانګــو ښه د نور ګېډۍ جوړه ده
که د کابل د بام سپوږمۍ ده چې پالنګ ته رااځي
يا چې لسګـــــونه کالــــه برخه د ښکلا پاتی ده
قرضدار تقدير د ښايستونو مې قلنک ته راځي
که مې منګول خوږه پسته شوله د خيال په سـيـسـۍ
يا پاغـــــونده ده د هلمــــــنددپنبې چنګ ته راځي
زما په ړنګ او کنډکپر روح کې به څه پيدا کړي
د مات وزر کوتره نه ده چې کــــــــړنګ ته راځي
يا د يلدا د شپې ډېوه ده په پردۍ تيارو کې
دتسليت د پاره خپل سوي پتنګ ته راځي
يا د کوز کلي د[ څلېــر ]غاړی ته تانده لښته
ګړئ پر مټ په ناز ځنګيږي يو، بل څنګ ته راځي
يا له [ چشن پټي] نه ښکليې غوړاسکی غوړاسکی وږمې
د سرو [ څڼکـــــــو] د ځــــــــونډيو هر لـــــونګ تــــه راځي
يا يې په زړه رحم نتلی دی خيرات وباسي
د زيارت برخه يې راوړيې ده ملنګ ته راځي
په زړه مې څه سړې[ پېشې] دي د ډارنو هيلو
لکه سېلۍ د پسرلي ساړه سالنګ ته راځي
لېونی څار په ناز راتګ يې څنګی ښکلی بريښي
لکه د غرو سيږه د کلي شنه خدنګ ته راځي
په دې مالت کې خو پردو سره اوس خپل نېشه شول
[آيشو پر کور مې ] که دا هم خمار د بنګ ته راځي
ياشرين غواړي له فرهاد [ مېستربل] زر سوری کړي
د زيېړو بېرو ټولولو ته نورنګ ته راځي
داچې شمشاد او تاتره غبرګ سلامي ولاړ دي
کيږي درخو د ادم خان د رباب ترنګ ته راځي
يا ملالۍ وي دغـــــه دنګّــــه مستانــــه پښتنه
چې په ميوند کې د لوېدلي بيرغ ننګ ته راځي
يا د کابل ښاپېرۍ وتيې د شېرپور مخې ته
[بړنــز ]له رکابه کوزوي د وطن جنګ ته راځي
يا يوه څربه کوچۍ د چيغی د ډولونو مخکې
توره په لاس ده بيا رټنی دفرنګ ته راځي
يا خـــــــو دا حــــــوره دغــــــه چټه دا افغانه غوړګـــــــه
د ويال په خوب کې د ځوانۍ د بنګړو شرنګ ته راځي
تازه خان ويال
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مېډاوېل ـــ لندن
۱ / ۵ / ۲۰۰۸
وروستي