مات چنار

تصویر ته دې په لپو لپو اوښکې تویومه
اشنا د ستا یادونه په یادو کې لټومه

د ژوند چنار مې مات اوس په ملا شو او را کوږ شو
د ژوند چنار ته وینې د زړګي مې ورکومه

د ژوند په ښار کې ورکه مې خوښي ده خوښي نشته
خوره چوپه چوپتيا ده سترګې سرې مې ګرځومه

سکروټې دي اورونه دي را اوري له هوا نه
بمبار دی پکې ګرزم مات غمي راتولومه

د زړه د ښار څراغ مې اوس په وینو تازه کیږي
عاکفه د زړګی ډيوه په وینو بلومه