کندز او د خپلواکۍ سږنی جشن

کندز او د خپلواکۍ سږنی جشن!   آزادي ترپاچاهيه لا تېری کا چې د بل تر حکم لاندې شي زندان شي   سږ کال د تېرو کلونو په پرتله د هېواد په ګوټ ګوټ کې د خپلواکۍ ۹۸مې کاليزې جشن په خورا شور او شوق سره د ټولو هېوادوالو لخوا ونمانځل شوه. جنګ ځپلی کندز هم د هېواد نورو سيمو سره په دې کاروان کې مل و. په دردېدلي کندز کې له څو اونيو راپدېخوا د مېشتو فرهنګي ټولنو او با احساسه ځوانانو له لوري د خپلواکۍ جشن د نمانځلو لپاره چمتووالی روان و او په نشتو امکاناتو به هر مازيګر د جشن د لاښه نماځلو لپاره مشورتي ناستې ترسره کېدې. د اسد په اته ويشتمه سهار وختي د کندز د مختلفو سيمو څخه جوپه جوپه ځوانان سهار وختي د کندز سپين زر شرکت ته څېرمه چېرته چې د پسرلي او پردېس کلتوري ټولنو دفترونه دي راټول شول او له دې ځايه يې د هېواد په درې رنګه  بيرغونو سره، د موټرو کاروان د کندز ولايت مقام ته روان شوه، هلته يې د ولايت مقام او اطلاعات کلتور رياست لخوا جوړ شوي پروګرام کې ګډون وکړ. د ولايت غونډې نه وروسته د موټرو کاروان د کندز ښار شاواخو او پر څلورو بندرونو چې د مخلص پروډکش په تخنيکي همکارۍ يې ملي سندرو سره ملتيا کېده د سلهاو ځوانانو په بدرګې سره چې د ګران هېواد درې رنګه بيرغونه وسره وه وګرځېدل. جشن ملي اتڼونو لاپسې ښکلی کړی و چې تر مازيګره يې دوام وکړ. ماښام مهال شيرزي افغان پوهنتون کې د پسرلي کلتوري ټولنې لخوا جوړې شوې مشاعرې ترسره کېدو سره ياد جشن د مينې او ورورګلوۍ په فضا کې پای ته ورسېد.  هېره دې نه وي چې د دې جشن په نمانځلو او تنظيم کې د پسرلي کلتوري ټولنې، پردېس کلتوري ټولنې، مخلص پروډکشن، شيرزي افغان پوهنتون او يو شمېر نورو فرهنګي ټولنو او با احساسه ځوانو هڅې رغنده وې. درنښت