په کندز کې د خپلواکۍ سلمې کليزې جشن ولمانځل شو

روهي (څلورنۍ/۳۰ د زمري)، د تېرو کلونو په څېر سږکال هم د خپلواکۍ سږنی جشن به کندز کې په شانداره مراسمو او د خلکو هېودانۍ ولولو سره ولمانځل شو. کندز چې د هېواد په شمال ختیځه برخه کې پروت دی، له بده مرغه چې وروستۍ کلونو کې يوازې د ناامنۍ په برخه کې د ډېری رسنيو سرټکی و. خو له نېکه مرغه سره د دومره ستونزمنو کندزيانو خپلې هيلې ونه بايللې او د هر کال په تېرېدو يې د خپلواکۍ کليزه په پوره شور سره ولمانځله. د روان کال د خپلواکۍ سلمې کليزې د لمانځلې په موخه کندز هم د هېواد نورو ولايتونو څخه شاته نه و، بلکې څو ګامه وړاندې و. د خوښۍ خبره دا ده چې د ملي بيرغ ورځ په ښې لمانځنه کې کندز د ټول هېواد په کچه لومړی مقام خپل کړ. پرته له شکه چې دا د کندزي فرهنګ دوسته ځوانانو د هڅو پايله وه. د خپلواکۍ سږنی جشن هم د همدې کندزي فرهنګ دوسته ځوانانو د شور او ولولو څخه ډک و. د جشن د لمانځنې لپاره له مياشتو مياشتو راهيسې د دولتي او شخصي بنسټونو، فرهنګي او ادبي ټولنو او همدارنګه د با احساسه ځوانانو لخوا چمتووالی روان و، چې په دې چمتووالي کې د کتابونو د مخکتنو، مشاعرو، موټریز کارانونو څخه نېولې ان تر ورزشي سياليو او نورې ډول ډول برنامې موجودې وې.

د خپلواکۍ ورځې په لمانځغونډه کې بيا د ۱۲۰ کلن ملتان بابا ګډون خورا په زړه پورې او رسنيز خبر و، ملتان بابا چې د يوې پېړۍ او دوو لسيزو ژوند يې کړی دی، په خپله ژبه يې د غازي امان الله خان د‌ وخت او د خپلواکۍ د اخیستلو کيسې وکړې.
 
همدارنګه د کندزيانو لخوا د خپلواکۍ د جشن په وياړ د ۱۵۰۰ متره ملي بيرغ جوړول او د کندز ښار په مختلفو سيمو کې يې خورول او ګرځول بل نوښت و، چې دا هم د ملي ارزښتونو سره د کندزيانو د مينې يوه ښه بېلګه ګڼلی شو.

پردېس کلتوري او ادبي ټولنه هم په کندز کې د نورو فرهنګي ټولنو او فعالينو سره يې د دې وياړمن جشن د لمانځلو غړيتوب لره او د جشن د لمانځنې په ټولو برخو کې يې د خپلو نورو کندزيانو سره اوږه په اوږه هڅې وکړې.