چاپېريالۍ ستونزې ورځ تربلې مخ په ډېرېدو دي او د چاپېريال ساتنې فعالين تل د ايکوسيستم د ساتنې په موخه ډول ډول وړانديزونه لري. ښايي فکر وشي چې د ايکو سيستم څخه ساتنه د دې برخې د فعالينو دنده ده، خو موږ نشو کولی چې په دې بهانه خپله ځانونه له دې ستر او ستونزمن مسوليت څخه خلاص کړو. دا د ټولو دنده چې د زمکې او د طبعيت د خرابوالي څخه مخنيوی وکړو.
مونږ چې د دې خاورينې زمکې اوسېدونکي يو، بايد ټول په يوه لاس، پرته له دې چې سياسي او جغرافيايي مرزونه په نظر کې ونيسو؛ د زمکې او چاپېريال په ساتنه کې هراړخيز ګامونه پورته کړو او خپل مسوليت ادا کړو.
د چاپېريال څخه د ساتنې څو ګټورې کړنلارې:
د کثافاتو له منځه وړل
د ډېری خلکو دا عادت دی چې کله يوه نوشابه وڅکي، بوتل يا قطۍ يې د دې پرځای چې په يوې زباله دانۍ او يا هم په ټاکلي ځای کې واچوي؛ نو د سړکونو او کوڅو په غاړو کې يې اچوي. پرته له شکه چې دا د ښاري فرهنګ سره نه ښايي. دولتونو، اړوندو ارګانونو او خلکو ته پکار ده چې په دې برخه کې خلکو ته مالومات ورکړي او د امنيتي او رسنيزو بنسټونو په ملتيا دې ستونزې ته د پای ټکی کېښودل شي. په پرمختللو هېوادونو کې د کثافاتو د له منځه وړلو لپاره ډول ډول ماشينونه جوړ شوي او همدارنګه په دې برخه ګې د اړوندو ادارو لخوا ته هر وخت ورکشاپونه، کنفرانسونه او ورته د ( عامه پوهاوي ) پروګرامونه جوړېږي، چې پءته له شکه دا کړنې د کثافاتو د له منځه وړلو لپاره اغېزلرونکې دي.
د ځنګلونو د خپل سري د پرې کولو څخه مخنيوی
د ونو پرې کول او کمښت د اکسيجن کچه راټيټوي او د زمکې د خاورې ښويېدو سبب کېږي او د وحشي ژويو د اوسېدو ځايونه خطر سره مخامخوي. افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه د چې ډېری خلک يې د فقر او بې وزلۍ سره مخامخ دي او دلته د نورو هېوادونو په پرتله د ځنګلونو خپل سري پرېکولو کچه پرته له شکه چې ډېره ده. دولت، اړوندې ادارې او بنسټونه او فعالينو ته پکار ده چې د دې ستونزې د هوارۍ په موخه لاس پکار شي. امنيتي ارګانونه بايد د ځنګلونو د لرګيو د قاچاق د مخنيوي په موخه د اړوندو او مسولو ادارو سره پوره همکاري وکړي.
د پلاستيک منع کول
پلاستيک هم يو له هغو علمي اختراعاتو څخه دی چې انسانانو ته د ګټې ترڅنګ ډېر تاوان هم رسوي. پلاستيک له ځان سره مضر کيمياوي مواد لري او کله چې ځمکې او اوبو ته غورځول کېږي، نو په اسانۍ سره له منځه نه ځي؛ همدارنګه د ځمکې نورو برخو ته اوبو لېږد هم ټکنی کوي.
د راپورونو په اساس، کله چې پلاستيکي خلطه اوبو او يا هم د ځمکې پر مخ اچول کېږي، نو له ۲۶۰ څخه پورته د مختلفو حيه لرونکو ژوند له خطر سره مخ کوي.
تجزيه کېدونکي پلاستيکونه په اوږدمهالي ډول تجزيه کېږي، خو د ميتان ګاز د توليد سبب هم ګرځي؛ چې دا بيا د ځمکې په ګرمښت کې مهم رول لري. د مسولو ارګانونو ترڅنګ موږ ټولو ته پکار ده چې د پلاستيکي خلطو پرځای له نورو بديلو وسيلو څخه استفاده وکړو.
د شخصي نقليه وسايلو څخه کمه استفاده کول
دا خو ټولو ته جوته ده چې موټرونه او نور ماشين آلات د سوند توکو د مصرف له امله د هوا د ککړتيا سبب ګرځي او په تدريجي ډول د انسانانو او نورو حيه موجوداتو د ژوند له خطر سره مخ کوي.
د شخصي نقليه وسيلو لکه موټر، موټرسايکل او نورو ماشين آلاتو پرځای کولی شو چې له بايسکل څخه ګټه پورته کړو. بايسکل هم ارزانه تمامېږي او هم روغتيا ته ګټه رسوي. په دې کار سر به مو نه يواځې خپل صحت ته ګټه رسولې وي، بلکې د هوا د ککړتيا په مخنيوي کې به مو هم رول لوبولی وي.
د چاپېريال د ساتنې په هکله د کنفرانسونو او ورکشاپونو ترسره کول
هره ټولنه ځانته ځانګړي مراسم، رواجونه، تشريفات او کلتوري غونډې لري، خو د هوا د ککړتيا او يا هم د چاپېريال د ساتنې په هکله چې کله کومه ځانګړې ناسته يا غونډه کېږي؛ نو دومره پاملرنه ورته نه کېږي. همدارنګه په مختلفو غونډو کې د اوبو پلاستيکي بوتلونه او يو بار مصرفو لوښي بيا بې ځايه غورځول کېږي، چې دا بيا په حقيقت کې د چاپېريال سره ستره او ناوړه جفا ده.
د دې پر ځای کولی شو چې له نورو بديلو وسايلو څخه ګټه واخلو. مسئلو او همکارو ادارو ته پکار ده چې د چاپېريال د ساتنې او د هوا، اوبو او خاورې د ککړتيا لپاره ډول ډول تبليغاتي پروګرامونه برابر کړي، ترڅو د خلکو د عامه پوهاي کچه لوړه شي.
وروستي