امریکا پر یو شمېر چینايي او روسي شرکتونه باندې نوي بندیزونه اعلان کړل

متحده ایالاتو پرون له شمالي کوریا سره د روانې شخړې په ارتباط پر یو شمېر چینايي او روسيي کمپنیو او اشخاصو نوي بندیزونه اعلان کړل.
واشنګټن دا کمپنۍ او اشخاص تورنوي چې د شمالي کوریا د میزائیلو او اټمي پروګرام په برخو کې يې له دغه هېواد سره همکاري کړې ده.
دا نوي بندیزونه د امریکا د خزانې وزارت اعلان کړل او ویې ویل چې هدف يې د شمالي کوریا لا منزوي کول دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو شمالي کوریا ته د دغه هېواد د اټمي پروګرام او د توغندیو د ازمیښتونو د دوام له امله سخت خبرداری ورکړی دی.