اسوشیټېډ پریس: ۳۹۰۰ امریکايي عسکر افغانستان ته استول کېږي

د اسوشیټېډ پریس اژانس د راپور له مخې تمه ده چې د امریکا متحده ایالات په راتلونکو څو ورځو کې افغانستان ته د اضافي سرتېرو استول پیل کړي.
که څه هم د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټېس پرون په بغداد کې وویل چې تراوسه پریکړه نه‎ده شوې چې څومره سرتیري افغانستان ته لېږي خو اسوشیټېډ پریس اژانس د لوړ رتبه امریکايي مقاماتو په حواله وايي چې د ۳ زرو او نهه سوو په شاوخوا کې اضافي عسکر افغانستان ته استول کېږي.
په همدې حال کې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس پرون امریکايي رسنیو ته وویل، افغانستان ته د پام وړ شمېر اضافي سرتیري استول کېږي او په دې اړه به موږ د خپلو قوماندانانو نظر واخلو.
اسوشیټېد پریس وايي، دا په دفاع وزیر جېمز مټېسپورې اړه لري چې پریکړه وکړي څومره سرتیري به په اوله جوپه کې افغانستان ته استول کېږي.