د مک‌گرگور او فلويد مايويذر  تر منځ راتلونکې سیالي یوه د  نړۍ مهمو پیښو څخه بلل شوې

د راونې میاشتې اګست په ۲۶ مه نیټه به په لاس ویګاس کې د بوکس تېر نړېوال اتل فلويد مايويذر(Floyd Mayweather Jr) او د رزمي سپورت اتل او بوکس وهونکي مک ګرګور(Conor McGregor) ترمنځ سیالي وشي.
ډیری خلک په دې تمه دي، چې دغه سیالي به یوه نه هیریدونکې سیالي وي او ځینې بیا برعکس، په دې باور دي چې دا جګړه او لوبه به په مسکلي سپورت د یوه ریشخند وهلو په څېر وي.
د سیالۍ تنظیم کونکي دا نه پټوي، چې دغه لوبه یوازې د پیسو د ګټلو په خاطر تنظیم شوې ده، خو له بله پلو د مسلکي بوکس کولو استازي اندیښنه لري، چې دا ډول شهرت او پیسو لوبې او سیالۍ به په راتلونکې کې د مسلکي بوکس کولو ستونزې راولي. دوی په ډاګه کوي، چې که د ټورنمنټ هدف او موخه پیسې وي، نو له دې پرته چې څوک به د سیالۍ په پایله کې ګټونکی شي، لیدونکي به زضا پاتې نه شي، هغه دا چې ټول د پیسو او وار د مخه پلان شوې لوبې دومره جالې او حیرانوونکې نه وي.