
د هندوستان د پنجاب ايالت په چندي ګړ ښار کې د هندي فلمونو ستورې نيها دهوپيا په يوې ټرافيکي پېښه کې ټپي شوه، خو حېرانوونکې دا وه، چې روغتون ته د وړلو پر ځاى ورسره خلکو سيلفيانې اخيستې.
د هندوستاني فلمونو ښايسته ستورې نيها دهوپيا نن سبا د خپلې خپرونې ((نو فلټر نيها)) لپاره په کمپاين کې مصروفه ده، چې په دې لړ کې د هندوستان پنجاب ايالت چندي ګړ ښار ته راغلې ده، دلته نوموړې د خپلې خپرونې لپاره ډېر کمپاين وکړ، خو کله چې له چندي ګړ څخه بېرته هوايي ډګر ته روانه وه، تر څو ممبۍ ته لاړه شي، نو په لاره کې يې موټر ټکر وکړ.
د نيها موټر سره له مخامخ لوري راروان موټر ټکر وکړ، دې پېښه کې د نيها موټر ويجاړ شو، خو نوموړې په پېښه کې په قدرتي توګه بچ شوه، خو د نيها اوږه سخته ټپي شوه. له پېښې وروسته ځايي خلک راغونډ شو، خو د اداکارې د مرستې پر ځاى، چې نوموړې روغتون ته ورسوي، ځايي خلکو د نيها سره سيلفيان اخيستل.
ستورې نيها دهوپيه او د نوموړې ټول ټيم تر يو ساعت پورې د پېښې پر ځاى کې و، خو هېچا يې مرسته ونکړه، نيها دهوپيا په دې ډېره حېرانتيا ښکاره کړه.
خو وروسته د دوى ټيم په خپله مرسته روغتون ته ځان ورسولو او هلته ورته لومړي روغتيايي اسانتياوې ورکړل شوې. د نوموړې د ټپونو درملنه وشوه او له هغې وروسته د هوايي ډګر پر لور روانه شوه. که څه هم د نيها بدني ټپونه خو به ډېر زر ښه شي، خو د خلکو په دې بې حسۍ چې يې زړه کوم ټپونه وخوړل، ښايي هغه په کلونو کلونو کې هم ډک نه شي.