ټکى کام ٢٥ کلن شو!!


ليکنه: نوراحمد عايل

د نړۍ لومړنۍ او تر گردو پخوانى انټرنېټي روستاړى يانې .com د مارچ په پنځلسمه ٢٥ کلن شو او ټاکل شوې چې دا پنځه ويشتمه کاليزه يې په يو لړ شاندارو مراسمو ونمانځل شي.
د Symbolicsد کمپيوټرنو شرکت د ١٩٨٥ زېږدي کال د مارچ په پنځلسمه يو مياشت مخکې له BBN شرکت څخه په نړۍ کې لومړنى انټرنېټي روستاړى (.COM) ثبت کړ.
دا ويى (کليمه) چې د Commercial يانې سوداگري خلاصه ده په لومړيو کې د سوداگريزو ويب پاڼو لپاره کانديده شوې وه؛ خو نن سبا د انټرنېټي روستاړي په توگه د هرډول ويب پاڼې په پاى کې راځي
کله چې د Symbolics شرکت لومړى ځل د انټرنېټ په نړۍ گام کېښود نو لومړى يې د خلکو له ورځني کاروبار يانې سوداگري څخه پيل کړه، چې پراختيا ورکړي ،خو وروسته وروسته .COM يوازې د سوداگريزو ويب پاڼو روستاړى نه شو،بلکې د هر ډول ويب پاڼو د نوم پايڅوړ وگرځېد .
تر اوسه پورې د ٢٠٠ ميليونه ويب پاڼو روستاړى . COM دى چې روښانه بېلگه يې همدا ويب پاڼه اېس روهي ټکى کام ده.
دې شرکت سربېره پردې چې لومړنى انټرنېټي روستاړى يې د نړۍ په تاريخ کې ثبت کړى، بلکې تر ټولو پخوانى او تراوسه فعال انټرنېټي روستاړى هم دى
د بي بي سي د راپور له مخې د امازون، ايپل،مايکروسافټ او د نړۍ د نورو شرکتونو مديران به هم په دې نمانځغونډه کې گډون وکړي. او په راتلونکې مۍ مياشت کې به د هغو ٢٥ شرکتونو په وياړ غونډه جوړه کړي چې د .com په مشهورولو کې يې هڅه کړې ده.