
د امریکا متحده ایالتونو او روسیې استازیو د اوکراین د ختیځ د کړکېچ په اړه خبري کړي دي.
د اوکراین د ختیځ د کړکیچ د هواري لپاره د روسیې استازي ولادیسلاو سورکوف د بلاروس په پلازمینه مېنسک کې یې د تړلیو دروازو تر شاه پرون د امریکا له استازي کورټ ولکر سره بحث کړی.
ولادیسلاو سورکوف روسي خبریالانو ته ویلي چې له خپل امریکايي سیال سره یې په نویو لارو چارو خبرې وکړې او په دې موافقې ته ورسېدل چې د اوکراین په ځتیځ کې شته کړکېچ یو لوري ته هم د منلو نه دی.
سورکوف وویل چې دواړه لوریو د اوکراین په ختیځ کې د سیاسي ثبات او سولې د ټینګښت لپاره د مېنسک د ۲۰۱۵ میلادي کال د تړون په تطبیق ټینګار وکړ.
د امریکا استازي کورټ ولکر چې نوی د ولسمشر له خوا د اوکراین د مسئلې د هواري لپاره ټاکل شوی په دې اړه چې له ولادیسلاو سورکوف سره يې په خبرو کې څه ویلي کومه تبصره نه ده کړې