د هندي سينما مشهور ستورى رنبير کپور وايي

د هندي سينما مشهور ستورى رنبير کپور وايي، چې هغه ته ښکاري چې يواځې د دې لپاره زېږېدلى دى، چې په فلم کې د سنجي دت رول ولوبوي او د هغه ژوند تمثيل کړي.
په هندي سينما کې نن سبا د سنجي دت پر ژوند جوړېدونکي فلم په اړه خبرې اترې روانې دي او هر ځاى د خبرو سر ټکي د سنجي دت د ژوند په اړه جوړېدونکي فلم په اړه وي، په دې فلم کې رنبير کپور د سنجي دت رول لوبوي. دې فلم له لومړۍ ورځې د رسنيو پام ځان ته رااړولى دى، چې يوه وجه يې د فلم ښه کيسه، د راجکمار هيراني لارښودي او د رنبير کپور ځانګړي کړه وړه، چې د دې فلم لپاره يې خپل کړي دي، چې په ټولنيزو رسنيو ډېرو خلکو خوښ کړى دى.د هندي رسنيو سره په يوه مرکه کې رنبير کپور ويلي دي، چې د سنجي دت په ژوند جوړېدونکي فلم کې په کار کولو ډېر خوښ دى، هغه وايي چې سنجى دت زيات وخت د فلم د ريکارډنګ پر وخت راځي او زما په ليدو خوښېږي. نوموړى وايي چې د سنجي دت په ژوند  جوړېدونکي فلم کې له کار کولو وروسته يې د سنجي دت په اړه ډېر معلومات هم ترلاسه کړل، هغه وايي چې اوس راته معلومه شوه چې سنجى دت ډېر مينه ناک انسان دى، ماته داسې ښکاري چې زه د سنجي دت د رول لوبولو لپاره پېدا شوى يم.
رنبير کپور همدا راز زياته کړه، چې له ماشومتوبه د سنجي دت مينه وال وم، تر دې پورې چې د سنجي دت لوى لوى انځورونه به مې په اتاق کې لګولي و. نوموړى وايي خوښ يم چې د سنجي دت په ژوند جوړېدونکي فلم کې مې کار وکړ. ياده دې وي چې د سنجي دت په ژوند جوړېدونکى فلم، چې لا تراوسه يې نوم نه دى ايښودل شوى، به د راروان کال د مارچ په مياشتې کې نندارې ته وړاندې کېږي. په دې فلم کې د رنبير کپور پرته منيشا کويراله، سونم کپور، انوشکا شرما، ديا مرزا، پاريش راول او وکي کوشال رولونه لوبولي دي او له دې پرته مشهوره ستورې تبو هم په يو وړوکي رول کې راڅرګنده شوې ده.